ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستاني: نوماندان بايد د ټاکنيزو سياليو مثبته فضا وساتي

author avatar
25 May 2014 - 20:09
author avatar
25 May 2014 - 20:09

کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون، د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي، چې خپلې مبارزې د قانون په چوکاټ کې پر مخ يوسي او له هغو موضوعاتو، چې د خلکو تر منځ د تاوتريخوالي د راپارولو لامل ګرځي، ډډه وکړي.

دغه کميسيون له نوماندانو څخه په داسې حال دا غوښتنه کوي، چې د ولسمشرۍ نوماندانو ترمنځ د دويم پړاو ټاکنو سيالۍ څلورمې ورځې ته دننه شوې او ټاکل شوې ١٧ ورځې نور هم دوام ومومي.

د دغه کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني، نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې نوماندان يواځې بايد د حکومتوالۍ او اقتصادي ډګرونو کې خپل پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړي او له همدې لارې بايد د خلکو رايه ترلاسه کړي.

نورستاني زياته کړه، چې نوماندان بايد ديني او مذهبي معتقداتو، د قوانينو د احکامو رعايت، مقرراتو او د افغانانو منل شوي دودونه د خپلو ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې په پام کې ونيسي او له هغو موضوعاتو، چې د قومي، ډله ييزو، مذهبي، ژبنيزو، سمتي، جنسيتي او سنتي احساساتو او  تاوتريخوالي د راپارولو لامل ګرځي، ډډه وکړي.

نوموړي وويل: “د ملي يووالي د روحيې ساتلو او له تفرقې اچولو څخه د مخنيوي په موخه بايد دواړه نوماندان د ښو پروګرامونو او موخو په څرګندولو سره خپلې وړتيا او هڅې څرګندې کړي او له ښکنځلو، بد ويلو او د داسې الفاظو له کارولو، چې د خلکو د ذهنونو د مغشوش کېدو لامل ګرځي، بايد په ټينګه سره ډډه وکړي او هر مهال بايد د خپلو خبرو عفت وساتي.”

د ټاکنو کميسيون له هغه وروسته د ټاکنو له نوماندانو دا ډول غوښتنه کوي، چې د دويم پړاو ټاکنو په پيلېدو سره د داوړو نوماندانو او د هغوى د پلويانو تر منځ د رسنيو له لارې سختې خبرې تبادله شوې دي.

د بېلګې په توګه، کله چې يوه پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ، ډاکټر عبدالله د هغه له دغه اقدام څخه هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د ده ملاتړ به د يو څو ساعتونو لپاره د اشرف غني د ذهني ارامښت سبب وګرځي.

له بل لوري اشرف غني د ډاکټر عبدالله ټيم په زورواکۍ تورن کړ او ويې ويل، چې له خبرو يې د وينو بوى راځي.

دواړو لورو همدارنګه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې يو بل پر درغلۍ کولو هم تورن کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر همدارنګه نن په خپلو خبرو کې د ټاکنو څار ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې په پخواني پړاو کې د څارونکو نه شتون د دې لامل شو، ترڅو هغه کسان چې د ټاکنو درغليو ته په تمه وو، خپلو موخو ته ورسېږي.

نورستاني زياته کړه، د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ټاکنو له کميسيون څخه ٣٥٠زره څارونکو د څار جوازونه تر لاسه کړي، خو د ټاکنو په ورځ يې ٣٠ سلنو هم د رايې ورکونې په محلونو کې شتون نه درلود.

د هغه په وينا، څارونکي له درغلۍ او تېروتنې څخه په مخنيوي کې رغنده رول لري او هيله يې څرګنده کړه، چې دا ځل د لومړي پړاو ټاکنو ستونزې تکرار نه شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وويل، چې دوى به هر يوه نوماند ته د څار نوي ٢٥زره نور کارتونه  ورکړي، خو د نورو څارونکو بنسټونو کارتونه چې له دغه کميسيون څخه يې تر لاسه کړي، د اعتبار وړ دي.

نورستاني همدارنګه وويل، چې د خلکو د غوښتنې له مخې او د هغو شکايتونو پربنسټ، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د راى پاڼو د کمښت له رامنځته شوي، دوى ٣٥٠٠ نوي محلونه هم په پام کې نيولي، چې له دې سره به د رايې ورکونې د محلونو ټول شمېر ٢٣٣١٣ محلونو ته لوړ شي.

د ټاکنو کميسيون مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې، دغه ټکي ته هم اشاره وکړه، چې دغه کميسيون شاوخوا ٥٣٨٨ هغه کارکوونکي، چې په ټاکنيزو درغليو او لاسوهنو کې پر لاس لرلو تورن شوي، له دندو ګوښه او په تور لست کې يې شامل کړي، ترڅو په راتلونکي کې هم په دغه کميسيون کې کار ونه کړل شي.

نورستاني وويل، چې دغه پرېکړه يې په ټاکنو کې د روڼتيا لپاره کړې او امکان لري، چې دغه شمېره د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون له څېړنې وروسته نوره هم لوړه شي.

د ټاکنو کميسيون مشر زياته کړه، دغه کارکوونکي تر څېړنو لاندې نيولي شوي او که څوک قضايي او عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي، نو کميسيون به يې ډېر ژر يادو ارګانونو ته وسپاري.

دا چې په دغو کارکوونکو کې د ټاکنو کميسيون لوړپوړي چارواکي هم شامل دي او که نه؟ نورستاني په دې اړه وويل، چې په دې اړه هم  د دوى څېړنې روانې دي او که څوک په درغليو کې ښکېل وګڼل شي، نو کميسيون به د هغوى په اړه هم خپله پرېکړه وکړي.

هغه په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې په اړه وويل، چې د يو شمېر دولتي چارواکو نومونه يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلي، ترڅو له خپلو دندو ګوښه کړل شي، خو تر دې مهاله په دې اړه کوم اقدام نه دى تر سره شوى.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر همدارنګه د ټاکنو ورځې د امنيت په اړه وويل، چې دوى د ټاکنو د امنيت ساتلو په موخه خپلې مشورې له امنيتي چارواکو سره شريکې کړي او له دې اړخه يې ډاډ هم تر لاسه کړى دى.

ټاکل شوې، د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه تر سره شي.

په دغو دوو نوماندانو کې، د ولسمشرۍ څوکۍ د تر لاسه کولو په موخه ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله له يو بل سره مبارزه او سيالي کوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.