ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د موټر چلولو جواز په تر لاسه کولو کې پراخې درغلۍ کېږي

د موټر چلولو جواز په تر لاسه کولو کې پراخې درغلۍ کېږي

author avatar
30 May 2014 - 19:48
د موټر چلولو جواز په تر لاسه کولو کې پراخې درغلۍ کېږي
author avatar
30 May 2014 - 19:48

کابل (پژواک،۹ غبرګولی ۹۳) : د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې ډېرى خلک د موټر چلولو جواز د پيسو په بدل کې ترلاسه کوي، يو شمېر موټر چلوونکي د چلولو جوازونه  نه لري او ځيني کمېشن کاران جعلي جوازونه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د هېواد په کچه نږدې درې زره مرګونې ترافيکې پېښې رامنځته کېږي او له ترافيکي قواعدو نه خبرتيا د دغو پېښو د رامنځته کېدو له لويو لاملونو بلل کېږي.

د واټ ترافيکي قانون په ٢٣ مه ماده کې راغلي: ((١- د موټر لرونکي نقليه واسطې چلوونکى مکلف دى، چې پر عامه جاده د تګ پر مهال د هماغې واسطې د چلولو جواز ولري. ٢- د موټر چلولو جواز هغو کسانو ته ورکول کېږي چې ١٨ کاله عمر يې پوره کړى وي او د روغتيا د طبي معايناتو تېرولو ترڅنګ يې نظري او عملي ازموينه سر ته رسولې وي، چې په دې صورت کې د ترافيکو ادارې له خوا د قانوني شرطونو له بشپړېدو وروسته جواز ورکول کېږي او د چلولو د اعتبار وخت يې هم په متن کې درج شوى وي.))

 همدارنګه د موټر چلولو د صدور مقررې پر بنسټ، د چلولو د يوه جواز په بدل کې ټول ټال ٧٢٠ افغانۍ تحويلېږي، خو د ازادو رسنيو مشارکت موندنې څرګندوي، چې کمېشن کاران د موټر چلوونکي د جواز په بدل کې په مرکز کې تر ٨٠٠٠ او په ځينو ولايتونو کې تر ٤٠٠٠ زرو پورې افغانۍ اخلي او وايي چې د دغو پيسو ډېره برخه د جواز د پړاوونو پر وهلو او د ترافيکو مامورينو ته د پيسو په ورکړه لګوي.

د ازادو رسنيو مشارکت (IMC) په کابل ښار کې له ١٠٠ موټر چلوونکو سره خبرې کړې او دا موندنې د دې څرګندونه کوي، چې په ډېرى مواردو کې د جادې د ترافيک له قانون سره سم عمل نه کېږي.

څلوېښتو مرکه شوو ويلي دي، چې د موټر چلولو جواز يې له قانوني پړاوونو وروسته ترلاسه کړى، خو پاتې نور وايي، چې د چلولو جواز يې د پيسو په بدل کې اخيستى او يا هم له جواز پرته موټر چلوي.

د پيسو په بدل کې جواز

٥٣ مرکه شوو ويلي، چې د موټر چلولو جواز يې په مرکز او ځينو ولايتونو کې د رشوت په بدل کې ترلاسه کړى دى.

يوه مرکه شوي او د کابل ښار يوه اوسېدونکي محمد حليم وويل، چې په موټروانۍ پوهېده، خو دا چې د موټر چلولو په کورس کې يې د ګډون لپاره وخت نه درلود، جواز يې په کابل کې د ٧٠٠٠ افغانيو په بدل کې د يوې اونۍ په ترڅ کې ترلاسه کړ.

هغه زياته کړه، چې جواز يې نږدې اته مياشتې وړاندې ترلاسه کړى او يواځې يو ځل يې د روغتيايي معايناتو او فورم د اخيستلو لپاره د ترافيکو مديريت ته مراجعه کړې او د جواز اخيستنې پاتې نور کارونه يې کمېش کار مخته وړي دي.

د پنجشېر د خنج ولسوالۍ اوسېدونکى داريوش، نږدې يوه اوه مياشتې وړاندې د اته زره افغانيو په ورکولو سره پرته له دې چې په کورس کې ګډون وکړي او ازموينه ورکړي، د موټر چلولو جواز يې په کابل کې د کمېشن کار په مرسته ترلاسه کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د روغتيايي معايناتو لپاره هم د ترافيکو مديريت ته نه دى ورغلى او د جواز اخيستلو ټول کارونه يې کمېشن کار ترسره کړي دي.

هه وويل، چې د ترافيکي نښو او قواعدو په اړه معلومات نه لري او تر اوسه څو ځلې د ترافيک پوليسوله خوا له ترافيکي قوانينو د سرغړونې له امله دوه سوه افغانۍ جريمه شوى دى.

نوموړى که څه هم په دې نه پوهېده، چې د کمېشن کار له خوا ورته اخيستل شوى جواز اصلي دى که جعلي؟ زياته کړه: ((د يو دوو موټر چلوونکو جوازونه مې وليدل، د هغوى د جوازونو په څېر دى.))

خو د کابل ښار اوسېدونکى نصيراحمد چې شپږ مياشتې وړاندې يې د کابل د ترافيکو له مديريته د موټر چلولو جواز ترلاسه کړى، وويل: ((په دنده کې بوخت وم، خو دا چې له چارواکو سره مې پېژندل، نو جواز مې د قانوني پيسو (٧٢٠) افغانيو په ورکولو ترلاسه کړ.))

هغه زياته کړه، چې د وخت د نشتوالي له امله يې په عملي او نظري کورسونو کې ګډون نه دى کړى، خو موټر چلول يې ياد دي او د ترافيکي قواعدو کتاب يې هم ياد کړى دى.

د کابل د ترافيکو مدير مل پاسوال اسدالله د موټر چلولو د جواز په وېش کې د فساد شتون رد نه کړ، خو ويې ويل، چې اوسمهال د موټر چلولو د جواز د پړاوونو وهلو له ټولې پروسې خپله هم څارنه کوي او د جواز له اخيستونکي نظري ازموينه اخلي.

هغه زياته کړه، چې خلکو ته د کمېشن کارانو له خوا د موټر چلولو ډېر اخيستل شوي جوازونه جعلي دي.

د ده په خبره، جدي هڅې روانې دي، چې په دې برخه کې د فساد مخه ونيول شي.

په کابل کې د حفيظ الله په نوم يوه کمېشن کار وويل، چې پخوا په کابل کې د موتر چلولو جواز اخيستل اسانه و، خو د روان کال له پيله ګران شوي او د وېش ډول يې بدلون موندلى دى.

هغه زياته کړه، چې پخوا به کمېشن کارانو کولى شواى، چې د اخيستونکي له شتون پرته په کم وخت کې د شپږو يا اوو زرو افغانيو په بدل کې جواز ترلاسه کړي، خو اوس يې د اتو زرو افغانيو په بدل کې په يوه اونۍ کې ترلاسه کوي، هغه هم په دغه شرط، چې د جواز اخيستونکى د دې پروسې په لومړۍ او د جواز د وېش په وروستۍ ورځو کې حاضر وي.

د ده په خبره، له هغو اتو زرو افغانيو، چې له جواز اخيستونکي يې اخلي، زر يا يو نيم زر افغانۍ کمېشن کار ته پاتې کېږي او پاتې نورې په بېلابېلو څانګو کې ترافيکو ته ورکوي.

په ولايتونو کې جواز اخيستنه

د کابل د ترافيکو مدير مل پاسوال اسدالله د معلوماتو له مخې، د موټر چلولو هغه جوازونه چې ولايتونو ته صادر شوي، نه تمديدوي، ځکه چې په خبره يې هغه يو شمېر کسانو په ولايتونو کې په غير قانوني بڼه د ځينو ولايتونو د ترافيک له مديريتونو ترلاسه کړي دي.

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکي عبدالمتين وويل، چې درې کاله وړاندې يې په کندوز کې د ترافيکو له مديريته د درې زره افغانو په بدل کې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړى دى.

د ده په خبره، جواز يې ځکه په کندوز کې واخيست، چې په کابل کې يې اخيستل ډېرو پيسو او وخت اړتيا درولوده.

د کابل ښار يوه بل اوسېدونکي حميدالله هم وويل، چې د موټر چلولو جواز يې په تخار ولايت کې ترلاسه کړى دى.

 دى چې خپله هم نه پوهېږي، چې تخار د هېواد په کومه برخه کې پروت دى زياتوي: ((درې زره افغانۍ مې ورکړې او لايسنس يې راته راووړ، اوس يې د وخت تر خلاصېدو پورې زموږ ستونزه حل کېږي.))

هغه زياته کړه: ((که څوک غواړي چې په کابل کې لايسنس ترلاسه کړي، نو بايد ډېرې پيسې ورکړي او يا هم ورته وزګار وي او وخت ولري.))

نوموړى، چې اوسمهال په کابل ښار کې دننه خپل يو شخصي سراچه ډوله موټر ګرځوي، زياتوي: ((د کابل او ولايتونو لايسنس توپير نه لري، بايد لايسنس ولرو، يوه انډوال مې له تخاره راته استولى دى.))

د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو د لوى رياست مرستيال مل پاسوال عبدالعظيم وويل، چې په دې برخه کې په ځينو ناامنو ولايتونو کې ستونزې شته؛ ځکه چې رياست نه شي کولى د نا امنو ولايتونو د ترافيکو د مديريتونو ټولې کړنې تر پلټنې او څارنې لاندې ونيسي.

هغه ياد نا امنه ولايتونه مشخص نه کړل، خو ويې ويل، چې د ټولو ولايتونو د ترافيکو له مديريتونو يې غوښتنه کړې، چې د موټر چلولو د جواز په وېش کې له قانون سره سم چلند وکړي.

نوموړي د نورو جزئياتو له ورکړې پرته وويل، چې تر اوسه په سلګونو کسان د ورته جعلي او غيرقانوني جوازونو او همدارنګه د موټرو د جعلي جواز سيرونو په تړاو نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

معلول موټر چلوونکي

د قانون پر بنسټ معلول کسان د موټر چلولو حق نه لري، خو د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې ځيني معلولين هم موټر چلوي.

د مرکه شوو له ډلې د يوه يې چپه پښه فلج ده او د موټر چلولو جواز يې ترلاسه کړى، خو دوه نور معلولين بيا له جواز درلودو پرته موټر چلوي.

شېرمحمد، چې چپه پښه يې فلج ده او د کابل ښار د پل باغ عمومي- دارالامان پر لين اتومات ټونس موټر چلوي، وويل چې د اتومات موټرونو چلول د يوې پېښې په وسيله هم امکان لري او دى دغه کار په ښه توګه کولى شي.

نوموړي زياته کړه، چې څو ځلې يې د ترافيکو مديريت ته مراجعه کړې، څو د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي، خو بريالى نه شو، تر څو چې د دغه مديريت د يوه چارواکي په وسيله يې جواز ترلاسه کړ.

نوموړى چې خپل د موټر چلولو جواز يې د ازادو رسنيو مشارکت خبريال ته وښود، خو خبريال ته يې د هغه د کاپي له ورکولو ډډه وکړه، وويل: ((دا چې له موږ معلولينو وېرېږي، له اوږدو جنجالونو مې له رشوت ورکولو پرته په نږدې يوه کال کې لايسنس ترلاسه کړ.))

دغه راز د محمد په نوم يو کس چې ځان د کابل اوسېدونکى را پېژني او يوه پښه يې په ګوڼده کې پرې شوې او اوس له مصنوعي پښې کار اخلي، له جواز پرته اتومات ټونس موټر چلوي.

محمد، چې هره ورځ تر زور افغانيو پورې عايد لري، زياته کړه: ((لايسنس نه لرم، معيوب ته لايسنس هم نه ورکوي او ترافيک هم راته څه نه وايي، چېرې چې مې ودروي، نو کله چې ووايم معيوب يم، نو بيا راته څه نه وايي.))

د کابل د ترافيکو مرستيال سمونوال محمدصابر ارغنديوال په څرګند ډول د شېرمحمد د موټر چلولو د جواز په اړه څه ونه ويل، خو څرګنده يې کړه، چې د قانون له مخې معلولينو ته د موټر چلولو جواز نه ورکول کېږي او معلولين د موټر چلولو حق نه لري.

خو د هغه په خبره، په هغه صورت کې چې يو کوم ډاکټر د معيوب په اړه دا نظر ورکړي، چې موټر چلولى شي او له لاسه ورکړى غړى يې د چلولو مخنيوى نه کوي، نو د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته کولى شي جواز ترلاسه کړي.

بې جوازه چلوونکي

پر يادو معلولينو سربېره څلورو مرکه شوو ويلي، چې د جواز له درلودو پرته موټر چلوي.

د کابل ښار اوسېدونکى عزيزالله، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې موټر چلوي او کرولا موټر لري، خو دا چې ولې يې تر اوسه د موټر چلولو جواز نه دى اخيستى، وويل: ((دوه کاله کېږي موټرواني کوم، وخت او د رشوت ورکولو توان نه لرم، نو ځکه مې تر اوسه لايسنس نه دى اخيستى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې موټر څو ځلې د پوليسو له خوا درول شوى، خو د پيسو په ورکړه او بېلابېلو پلمو يې بېرته ځان خلاص کړى دى.

عطاء محمد، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د کابل-بلخ پر لويه لاره له جواز پرته موټر چلوي، وايي: ((زه پر قانون او ترافيکي اشارو پوهېږم، داسې کسان هم شته چې لايسنس لري، خو د موټر چلولو پر قانون نه پوهېږي.))

نوموړي ادعا وکړه: ((يواځې د کابل د ترافيکو په مديريت کې کورسونه شته، عملي او نظري ازموينه اخيستل کېږي، په نورو ولايتونو کې دغه کار نشته او د ترافيکو له مديريتونو يې تور بازار جوړ کړى دى.))

همدارنګه د کابل ښار د دريمې ناحيې اوسېدونکى او د کابل ښار د ميرويس ميدان- دشت برچي لين چلوونکي ٣٦ کلن محمد ناصر وويل، د موټر چلولو جواز لري، خو نږدې ٢٠ چلوونکي پر دغه لين له جواز درلودو پرته موټرواني کوي.

هغه همدارنګه د دغو ٢٠ چلوونکو په اړه وويل: ((د ځينو يې عمر کم دى او ځيني يې هم د ترافيکو رياست د سخت ګيريو له امله تر اوسه جواز نه دى اخيستى، کله چې د ترافيکو له خوا ودرول شي، رشوت ورکوي او وروسته خوشي کېږي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د جادې د ترافيک قانون ٤٠ مه ماده د هغه موټر چلوونکي لپاره، چې پر عامه سړک له جواز پرته موټر چلوي، له يوې اونۍ څخه تر ٤٠ ورځو پورې بند ټاکلى او يا يې پر بديل نغدي جريمه محکوموي.

د کابل د ترافيکو مدير مل پاسوال اسدالله وويل، چې پوليس ترافيک هڅه کوي، چې د چلوونکو جوازونه وپلټي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري، چې له جواز پرته موټر چلوي.

نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، چې هر کال د ورته چلوونکو يو شمېر موټر درول کېږي او له سرغړوونکو سره يې قانوني چلند کېږي.

جعلي جوازونه

همدارنګه ځينو مرکه شوو او د ترافيک پوليس چارواکو ويل، چې يو شمېر چلوونکي له جعلي جوازونو کار اخلي.

د کابل ښار يوه ټکسي چلوونکي نويداحمد وويل، چې نږدې دوه کاله وړاندې يې کمېشن کار ته پيسې ورکړې او د موتر چلولو جواز يې ترلاسه کړ، خو دا چې جعلي دى، نو کار ترې نه اخلي او هڅه کوي، چې په يوه مناسب وخت کې اصلي جواز واخلي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې د ټولو موټر چلوونکو لايسنسونه و څېړل شي، نو همدې بدبخته کمېشن کارانو او جعل کارانو زرګونو کسانو ته جعلي لايسنسونه اخيستي دي.))

همدارنګه يو کمېشن کار، چې غږ يې د موټر چلولو د جواز له يوه غوښتونکي سره د خبرو پر مهال په پټه ثبت شوى، وويل: ((په اته زره افغانۍ درته لايسنس اخلم او له دې څخه يوازې زر افغانۍ ماته پاتې کېږي، داسې کسان هم شته، چې په څلور زره افغانۍ تقلبي لايسنسنونه جوړوي، چې په رياست کې نه دي ثبت شوي، خو زه درته قانوني لايسنس اخلم، که غواړې نو دوې ورځې وروسته ورشه، ارشيف وګوره، چې په کې ثبت شوى او که نه؟))

دغه کمېشن کار د ازادو رسنيو له مشارکت سره له خبرو ډډه وکړه.

 

د کابل د ترافيکو مدير د موټر چلولو د جعلي جوازونو په اړه وويل، چې ځينې کمېشن کاران او جعل کاران د پيسو په بدل کې د چارواکو په جعلي لاسليکونو سره جوازونه جوړوي.

هغه زياته کړه: ((هره ورځ د موټر چلولو له ١٠-١٥ جوازونه، چې دغه مديريت ته د تاييدي لپاره را استول کېږي، يواځې دوه ټوکه يې سم، خو نور ټول جعلي وي.))

هغه وايي، چې دغه جوازونه د مسلکي افردو له خوا تفکيک کېږي.

هغه وويل، چې ممکن يو شمېر چلوونکي له جعلي جوازونو کار واخلي، خو په بازارونو کې به د جادې د ترافيکو له خوا د اصلي جوازونو تفکيک ګران وي.

د صکوکو مطبعې رييس عزيز شمس وويل، چې د موټر چلولو اصلي جوازونه په دې مطبعه کې چاپ او د ترافيکو عمومي رياست تحويلدار ته سپارل کېږي.

د هغه په خبره، اوسمهال په ځينو خصوصي مطبعو کې د موټر چلولو، د موټر جواز سير او پلېټ د چاپ امکانات شته او حتى تقلب کوونکو امنيتي کودونو ته لاسرسى موندلى، چې په جوازونو کې ترې کار اخلي.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: ((په دې برخه کې فساد اوج ته رسېدلى، هر څوک کولى شي، چې په اسانۍ د موټر لايسنس، جواز سير او پلېټ چاپ کړي.))

شمس څرګنده کړه، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د کورنيو چارو وزارت د صکوکو مطبعې او ترافيکو عمومي رياست په مرسته، امنيتي کودونه په هرو څو مياشتو کې بدلېږي، څو د تقلبي اسنادو مخه ونيول شي، خو بيا هم متقلبين ياد امنيتي کودونه پيدا کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د جعلي اسنادو د مخينوي لپاره يواځېنۍ لاره دا ده، چې امنيتي کودونه وخت پر وخت بدل شي او برېښنايي پېژندپاڼې (تذکرې) ووېشل شي.

هغه وويل، چې پخوا دا ډول اسناد په پېښور کې په ناقانونه ډول چاپېدل او د خلکو تر لاسونو رسېدل، خو اوس په افغانستان کې هم د غيرقانوني اسنادو د چاپ لپاره زمينه مساعده شوې، چې کشفي ارګانونو يې د مخنيوي مکلفيت لري.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د چلونې د جواز په وېش کې د فساد شتون نه ردوي او وايي، چې تېر کال لسګونه کسان د جعلي اسنادو او لايسنسونو د وېش په تړاو تر نيولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شول.

هغه زياته کړه، چې د کابل امنيې قوماندانۍ د کابل د ترافيکو له مديريت سره په ګډه، ځيني پروسيجرونه را لنډ کړي، څو مراجعين وکولى شي په کم وخت کې پرته له دې چې کمېشن کارانو ته پيسې ورکړي، د موټروانۍ د جواز تر څنګ خپل اسناد له پړاوونو تېر کړي.

ستانکزي ټينګار وکړ، چې جعل کاران بايد تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي او پر وينا يې، چې کشفي او استخباراتي منسوبين هره ورځ د ترافيکو د منسوبينو کارونه کنټرولوي، څو د فساد مخه ونيول شي.

مرګونې پېښې

د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو د عمومي رياست د مرستيال مل پاسوال عبدالعظيم د معلوماتو له مخې، په تېرو دريو کلونو کې په ټوله کې د هېواد په کچه ١٠٥٢٠ ترافيکې پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې ٤٤٧١ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٢٩١٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کابل د ترافيکو مديريت مرستيال سمونوال محمد صابر ارغنديوال وويل، چې تېر کال يواځې په کابل کې ٨٧١ ترافيکې پېښې لامنځته شوې، چې له امله يې ٢٤٨ کسان مړه او ٩١٨ نور ټپيان دي.

ارغنديوال زياته کړه، چې له ترافيکي قواعدو د ناخبرۍ ترڅنګ، په ځينو سيمو کې د سړکونو کم سور، د چلوونکو بې احتياطي او د موټروانۍ پر مهال د نشه يي توکو کارول د ترافيکې پېښو له عمده لاملونو ګڼل کېږي.

د شمال-کابل پر لويه لار د حصارک په نوم د مسافر وړونکې اتحاديې موټر چلوونکي عبدالجبار وويل، چې ډېرى ترافيکي پېښې له ترافيکي قواعدو او لايحو د چلوونکو د بې خبرۍ له امله رامنځته کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د لويو لارو موټر چلوونکي خو يا د موټروانۍ جواز نه لري او يا هم د ترافيکو د روزنيز کورس له ويلو او عملي او نظري ازموينې تېرولو وروسته د پيسو په بدل کې جواز ترلاسه کوي.

هغه همدرانګه زياته کړه: ((د لينونو ځيني موټر چلوونکي پر نشه يي توکو روږدي دي، همدغه کار ځينې وخت د ترافيکي پېښو لامل ګرځي.))

په کابل کې د کرولا موټر چلوونکى عبدالحفيظ د افغانستان د ترافيکو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او د عبدالجبار د خبرو د پخلي تر څنګ يې وويل: ((که چېرته د د جواز په وېش کې د فساد مخه ونه نيول شي او لايسنس په پرله پسې ډول بيا ونه کتل شي؛ نو پېښې به لا ډېرې شي.))

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون کمېشنرې حوا علم نورستانۍ هم د ورته پېښو د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، دغه کمېسيون موندلې، چې د معياري سړکونو نشوالى، پر نشه يي توکو د ځينو چلوونکو روږدېدنه، د موټروانۍ له قوانيونو نا خبرتيا، د پيسو او اړيکو په وسيله د جواز اخيستل، د ځينو موټر چلوونکو غير مسلکي والى، پر ځينو سړکونو د ترافيکي اشارو نشتون او نور… د ورته پېښو د رامنځته کېدو عوامل دي.

هغه زياته کړه: ((هر عمل چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو سبب شي، د بشري حقونو کمېسيون او د هغو انسانانو له خوا، چې د بشري حقونو ته ژمن دي، غندل کېږي. موږ داسې څېړنه پيل کړې، چې ځينو دوستان مو د ترافيکي پېښو په وسيله خپل ژوند له لاسه ورکوي او په هغو پېښو کې هم فساد حاکم دى، په دې مانا چې موټر چلوونکى له مقرراتو نه دى خبر، کورسونه نه تعقيبوي او د اړيکو له لارې جوازونه ترلاسه کوي… خپل ژوند او د يو شمېر نورو سوارليو ژوند له خطر سره مخ کوي، چې دا خپله د بشري حقونو څخه يوه سرغړونه ده، د فساد يو ډول دى، چې له بده مرغه په دستګاه کې حاکم دى.))

نورستاني وويل، چې د بشري حقونو کمېسيون هم د دې ستونزې د مخنيوي لپاره کار کوي او په دې برخه کې يې يوه څېړنه هم ترسره کړې، چې پايلې يې په نږدې راتلونکي کې خپرېږي.

د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى، چې له اداري فساد او بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې راپورونه چمتو او خپروي.

 

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.