ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف پنځه سرتېري ووژل شول

author avatar
10 Jun 2014 - 10:08
author avatar
10 Jun 2014 - 10:08

کابل، کلات ( پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٣) : په افغانستان کې مېشت نړيوال سوله ساتي ځواکونه (ايساف) د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا سرتېري يې پرون د افغانستان په سوېل کې وژل شوي دي.

 ايساف د پېښې د څرنګوالي او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي، چې دافغانستان په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

بله خوا د زابل ولايت چارواکي وايي، چې دا پېښه ددغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

ددې ولايت يوې لوړ پوړي دولتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې د ايساف پلي ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ د ګيزي په سيمه کې د عملياتو پر مهال د هوايي ځواک مرسته غوښتې وه.

سرچينې زياته کړې، چې د ايساف هوايي ځواک په تېروتنې سره پر خپلو ځواکونو بمبار کړى، چې له امله يې پنځه د ايساف سرتېري، يو د ملي اردو سرتېرى او يو ژباړن وژل شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي هم دغه پېښه تاييدوي او زياتوي، چې دوى له ايساف سره په جګړه کې ښکېل شوي وو او د  جګړې پر مهال هغوى په خپلو سرتېرو بمبار کړى دى.

ددغو سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د بهرنيو ځواکونو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٤٠ تنو ته ورسېده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.