کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٣): د افغانستان د ټاکنو لپاره د اروپايي ټولنې څارونکې ډله وايي، ددې هېواد د ټاکنو بهير له نږدې څاري او په خپل وروستي راپور کې به په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې او د ټاکنيزو کميسيونونو د کمزوريو او ناغېړيو ترڅنګ ټولې چارې شامل کړي.
دا ډله په ټاکنو کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د آزادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې خپل رول په سمه توګه ترسره کړي.
ددې دلې مشر تایس برمن (Thijs Berman) له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان د ټاکنيزو بنسټونو وړتياوې وستايلې چې لومړى پړاو ټاکنې يې په خپلواک ډول ترسره کړې؛ خو غوښتنه يې وکړه چې ددې بهير د لا روڼتيا لپاره نورې هڅې وکړي.
برمن وايي، که څه هم د روان کال ټاکنې د تېرو په پرتله په ښه توګه ترسره شوې، خو دده په وينا له بشپړ روڼوالي برخمن نه وو.
دى زياتوي چې، دوى د افغانستان د روانو ټاکنو بهير له نږدې څاري او خپل ورستى راپور به د ټاکنو له پاى ته رسېدو سره سم د راتلونکې جولاى مياشتې په اواسطو کې خپور کړي.
د اروپايي ټولنې د څارونکو مشر وايي چې په دې راپور کې به په ټاکنيز بهير کې د دولتي چارواکو لاسوهنه او د ټاکنيزو کميسيونو کمزورتياوې او ناغېړۍ هم شامل کړي.
دا چې د ټاکنو لومړى پړاو د اروپايي ټولنې د څارونکو له نظره څومره د قناعت وړ وو، برمن وويل چې مديريت يې قانع کوونکى وو، خو د رايو د شمېرلو په بهير کې روڼوالى بشپړ نه وو.
دى زياتوي چې، د تقلبي رايو په اړه معلومات ناوخته خپاره شول او د روڼوالي د کموالي له امله خلکو، څارونکو او کانديدانو ونشواى کولى له هغه واک څخه پوره ګټه پورته کړي چې قانون ورته په پام کې نيولى دى.
دده په باور، کانديدانو پوره وخت نه درلود چې د ټاکنو د پايلو په اړه خپل شکايتونه ثبت کړي.
برمن په دويم پړاو کې د ټاکنيزو کميسيونونو د کار پر ښه والي ډاډمن دى او وايي “د ټاکنو کميسيون ژمنه کړې او موږ ډاډمن يو چې د روڼوالي په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.”
دا لومړى ځل دى چې افغانان په خپلواک ډول د خپل هېواد د ټاکنو مديريت کوي.
برمن ددې موضوع د اهميت په اړه وويل چې، د تېر پر خلاف چې د ولسمشر د تقنيني فرمان له مخې په ټاکنې ترسره کېدې، دا ځل د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې ترسره کېږي چې ارزښت يې ډېر دى.
برمن زياتوي چې د افغانستان د ټاکنو قانون په بشپړ ډول له نړيوالو ډيموکراټيکو معيارونو سره اړخ لګوي او دا ددې هېواد لپاره لويه لاسته راوړنه ده.
درغلى
د ټاکنو په لومړي دور کې درغليو ته په کتو مو له برمن څخه پوښتنه وکړه چې څنګه د لسګونه زرو څارونکو له شتون سره سره درغلۍ وشوې، هغه وويل چې درغلۍ د پام وړ وې، خو د تېرو ټاکنو په پرتله کمې وې او پر پايلو کې اغېز نه درلود.
دا چې په دويم پړاو ټاکنو کې په د احتمالي درغليو کچه څومره وي، برمن پرته له دې چې وګورو څه کېږي، ونه غوښتل څه ووايي.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون
د اروپايي ټولنې د څارونکې ډلې له مشره مو د ټاکنيزو شکايتونو د کړنو په اړه پوښتنه وکړه چې دې کميسيون ددوى له نظره د شکايتونو په اړه خپل کار په سمه توګه ترسره کړ کنه، ده وويل د شکايتونو شمېر ډېر زيات وو او کميسيون کارکوونکو او مالي امکاناتو ته په کتو د دومره شکايتونو ښه څېړنه ګرانه وه.
برمن وويل چې آن ددې کميسيون لپاره د مېز او چوکۍ په څېر وسايل د موسسو په مرستو واخستل او کافي کارمندان يې هم نه درلودل.
ده وويل که د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون له مالي پلوه پياوړى نه شي او کارکوونکي يې ډېر نه شي، نو وبه نشي کولى ټاکنيز شکايتونو پر خپل وخت او په دقيقه توګه وڅېړي.
برمن هيله څرګنده کړه چې په راتلونکې کې ددې کميسيون اړتياوې پوره شي.
ده دا هم وويل، کومې پرېکړې چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون کړي دي، دوى يې څرنګوالى څېړي خو تر اوسه نهايي شوي نه دي.
ده وويل دا چې دوى ددې کميسيون له کړنو قناعت لري کنه، دا به په خپل وروستي راپور کې چې د راتلونکې جولاى مياشتې په اواسطو کې خپرېږي، څرګنده شي.
د دولتي چارواکو لاسوهنه
برمن د افغانستان په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د لاسوهنې په اړه وايي چې په دې برخه کې د ټاکنو کميسيون له څرګندونو او نيوکو معلومات لري، خو زياتوي چې دا د عدلي او قضايي ارګانونو دنده چې داسې چارې وڅېړي.
برمن وايي، دا چې په ټاکنيزو درغليو کې د لاس لرلو په تور د ټاکنو کميسيون خپل څو زره کارکوونکي له دندو لرې کړي، د اروپايي ټولنې څارونکي دا موضوع له نږدې څاري چې له هغوى سره څه کېږي.
نوموړى وايي، که چېرې کانديدان په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو يا پوليسو له اندېښنه شکايت لري، بايد د ټاکنو په کميسيون کې خپل شکايت ثبت کړي او يوه کاپي يې د اروپايي ټولنې څارونکو او د ټاکنو د کورنيو څارونکو بنسټونو په واک کې ورکړي.
برمن وايي چې که دا شکايتونه پر ځاى وي، نو د افغانستان له حکومتي چارواکو سره به يې مطرح کړي، خو ددې ترڅنګ يې له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې په دې برخه کې ګام پورته کړي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب چې ايا د حکومتي چارواکو لاسوهنه کولى شي د ټاکنو پر روڼوالي اغېز وغورځوي وويل چې د ټاکنو په روڼوالي کې د ټاکنو کميسيون، خلکو او مدني ټولنو پرته حکومت هېڅ رول نشي لرلى.
دى وايي چې په دې برخه کې د ټاکنو کميسيون د رييس له نيوکو خبر دى او موضوع له نږدې څاري.
ده زياته کړه: “ټولې کړنې به زموږ په راپور کې وي، که دولتي چارواکي په دې بهير کې لاسوهنه وکړي له شک پرته دا به هم موږ په خپل راپور کې شامل کړو.”
ده هيله څرګنده کړه چې، د افغانستان خلک د تېر په څېر په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل راتلونکي مشر په ټاکلو کې ونډه واخلي.
دده په خبره د افغانستان خلک له جګړې او ناامنيو ستړي شوي دي او په همدې دليل يې په تېرو ټاکنو کې ګډون پراخ وو.
برمن وايي: “راى ورکول يواځې حق نه دى، بلکې د سولې راوستو، د بېوزلۍ ختمولو او د مشروع حکومت رامنځته کولو او په سوله ييز ډول د اک د لېږد يواځنۍ لاره ده، نو بايد ټولې اړونده خواوې ددې موضوع پر اهميت ځان پوه کړي او خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.”
برمن د افغانستان د ټاکنو په اړه د وروستي ترسره شوې سروې په اړه چې د يوه امريکايي بنسټ په همکارۍ چمتو شوې او پکې ويل شوي چې اشرف غني ٤٨ او عبدالله عبدالله ٤٥ سلنه د خلکو ملاتړ لري، نظر ورنه کړ، خو ويې ويل چې ‘د کاندیدانو د ملاتړو په کچه کې د پام وړ بدلون ناممکن نه دى’
برمن وايي چې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کول او يا هم له لاسه ورکول، د کانديدانو په مناظرو، رسنيزو مرکو، تبليغاتو او ټاکنيزو کمپاينونو پورې تړلى دى.
هغه په دې برخه کې ډېر څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د اروپايي ټولنې د څار ډله يواځې دا ګوري چې د ټاکنو بهير څومره د قانون له مخې مخته ځي او څومره له نړيوالو معيارونو سره برابره ده.
دا چې د دواړو کانديدانو سيالي ډېره سره نږدې ده، ايا بايلونکى کانديد به د ټاکنو پايلې په سړه سينه ومني کنه، برمن وويل چې که د ټاکنو کميسيون په روڼوالي سره عمل وکړي او افغانان له خپل ډيموکراټيک حق څخه په استفادې رايه وکاروي، تاوتريخوالۍ، وېره او درغلي نه وي او رايې په شفاف ډول وشمېرل شي، نو کانديدان به د پايلو منلو ته چمتو وي.
له برمن څخه مو د کانديدانو ترمنځ د وروستيو ايتلافونو په اړه پوښتنه وکړه چې تر کومه بريده کولى شي د کانديدانو پر ملاتړ اغېزمن وي، هغه په ځواب کې وويل “هغوى د رايو له بکسونو سره نه راځي چې ددوى پر مېز يې اېښى وي.”
برمن زياته کړه: راى ورکونکي په ټاکنو کې آزاد دي، دا چې ايتلافونه وشول دا په ډيموکراټيک بهير کې عام کار دى… څوک نه پوهېږي چې څومره کسان به بيا د هغو کسانو پرېکړې تعقيب کړي چې په لومړي پړاو کې يې ورته رايه ورکړې وه.”
از برمن درمورد اعلامیه اخیر طالبان پرسیدیم که این انتخابات را نیز مانند سابق جعلی خوانده و گفته اند تعیین رهبری به دست غربی ها و امریکا می باشد و کسی را که آن ها بخواهند بر سر قدرت می آوراند، برمن گفت “این به جز افغان ها کسی دیگری نبود که این دو نامزد را پیشتاز ساخت و رفتند به دور دوم انتخابات.”
برمن ته مو د طالبانو د وروستي اعلاميه ورياده کړه چې دا ټاکنې يې د تېرو په څېر جعلي بللي او ويلي يې دي غربيانو او امريکايانو پخوا پرېکړه کړې چې څوک راشي، وويل: ” دا افغانان وو چې په خپلو رايو کې دوه کانديدان غوره وبلل هغوى ته يې رايه ورکړه او دويم پړاو ته لاړل.”
برمن ډول ادعاوې بنسټه وبللې او ويې ويل چې دا اوس ټولو ته څرګنده چې پرېکړې د افغان رايه ورکوونکو په لاس کې ده.
هغه د خپلو خبرو په پاى کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې د رايو مرکزونو ته لاړ شي او د خپل راتلونکي ولسمشر په ټاکلو کې ونډه واخلي.
برمن د ټاکنيزو کميسيونو په چارو کې د ښه والي او پرمختګ ستاينه وکړه او ويې ويل په داسې حال کې چې ناامني د يوې ننګونې په توګه لا پر خپل ځاى ده، د افغانستان د ټاکنو د کميسيون لپاره په خپلواک ډول د ټاکنو ترسره کول په سختو کې شرايطو کې لويه لاسته راوړنه ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن