کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٣): د هېواد د ملي امنيت شورا، د ټاکنو په برخه کې د اردو، پوليسو او ملي امنيت ترمنځ همغږي او تفاهم وستايه او هغه يې د دې ځواکونو د مسلکي کېدو په لور يو مهم ګام وباله.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ملي امنيت شورا د دويم پړاو د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو له هڅو څخه قدرداني وکړه.
دغه راز په دې ناسته کې امنيتي مسوولينو يادونه کړې، چې د ټاکنو په ورځ د مخالفينو د احتمالي بريدونو په مخنيوي کې د خلکو همکاري بې سارې وه او له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همدا همکاري وه، چې د دښمن د څو بريدونو مخه ونيول شوه.
د ملي امنيت شورا د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په برخه کې د خلکو همکاري هم ستايلې او هم يې په دغه ملي بهير کې د رسنيو د مثبت رول قدرداني کړې ده.
د ملي امنيت شورا، د انتخاباتو د ورځې په تړاو د هېواد پر ختيځو سيمو د پاکستان د راکټي بريدونو دوام په سختو ټکو غندلى او څرګنده کړې يې ده، چې پاکستاني پوځيانو د خپلې ژمنې پر خلاف عمل کړى دى؛ هغه ژمنه چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو د ټاکنو د ترسره کېدو د همکارۍ په برخه کې يې کړې وه.
خبرپاڼه کاږي، د دې ناستې په يوه بله برخه کې د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي له اوکراين څخه د (اى ان ۱۴۰) انتونوف ډوله د درېيو الوتکو د پېرلو په اړه خپل رپوټ غونډې ته وړاندې کړ.
د ده په خبره، په اوکراين کې سياسي بدلونونه او وروستۍ ستونزې د دې لامل شوې، هغه کمپنۍ چې د الوتکو د خرڅلاو او لېږد مسووليت يې درلود، ياد قرارداد له منځه يوسي.
دى زياتوي، له همدې امله د ملي دفاع وزارت له نورو بهرنيو کمپنيو سره په اړيکه کې دى، چې بشپړ رپوټ به يې د ملي امنيت په راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.
د خبرپاڼې په حواله، د ملي امنيت شورا دغه راز د خصوصي کمپنيو له لارې د کورنيو چارو وزارت د برجسته رجالو قطعې ته د سپکو وسلو د برابرولو د موضوع په اړه هم بحث وکړ او فيصله وشوه، چې د مخکينيو پرېکړو له مخې د امنيتي ځواکونو د اړتيا وړ د وسلې اکمال دې يواځې له دولتي لارې ترسره شي او په دې اړه مطرح شوي وړانديز رد شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن