لښکرګاه (پژواک ۲ چنګاښ ۹۳): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې له وسله والو سره د روانې جګړې په ترڅ کې ١٠ ملکي وګړي، ٢١ سرتېري او ٢٤ وسله وال وژل شوي دي.
دغه جګړه د سنګين د ساروان کلا، ملازو او پنډیشا په سیمو کې هله پيل شوه، چې تر ٨سوو زيات وسله والو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او ورپسې نور ځواکونه ور ورسېدل.
سیمې ته د دې جګړې د جاج لپاره تللي خبریالان وايي، د ولسوالۍ مرکز ته په دوه کیلومترۍ کې جګړه روانه ده او دلته د لارې د تړل کېدو له امله امنيتي ځواکونه تګ راتګ نه شي کولاى.
د یادې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر حاجي ښادي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو څلورو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په څو سيمو کې جګړه پيل کړې.
ده وويل، په دې نښتو کې ځينې سيمې د وسله والو لاس ته ورغلي؛ خو دولتي ځواکونه هڅه کوي، څو دا سيمې بېرته ونيسي.
ده وويل، چې د معلوماتو له مخې يې په دې جګړو کې ٣٥ ولسي وګړي وژل شوي او ٥٤ نور ټپيان شوي، چې ډېرى په کې مېرمنې او ماشومان دي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد نعیم یادي سیمې ته تللی و او هلته يې خبریالانو ته وویل، چې وسله والو پر سنګین او نوزاد ولسواليو بریدونه پیل کړي دي.
د ده په وینا، په سنګین پر يو شمېر سيمو تر ۸۰۰ وسله والو بريد کړى او هڅه کوي چې یاده ولسوالی ونيسي.
والي وويل، تر اوسه په دې جګړه کې ۱۳ پولیس، اته د ملي اردو سرتېري، ٢٤وسله وال وژل شوي ۱۶ پولیس او اته وسله وال ټپیان شوي خو د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
بلخوا د والي ویاند عمر ځواک پژواک ته وویل، تر اوسه په کې جګړه کې يوازې لس ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، چې په نوزاد ولسوالۍ کې هم ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا په دې نښتو کې د ډېر شمېر افغان سرتېرو د وژلو او د ځينو سيمو د نيولو ادعاوې کړې دي.
تېره ورځ د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى پژواک ته ويلي، په سنګین او نوزاد ولسوالیو کې یې پراخ چاڼیز عملیات پيل کړي.
نوموړي وویل، په یادو عملیاتو له ملي پولیسو سربېره د ملي اردو سرتېري برخه لري او ډېر ژر به دواړه ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له شتونه پاکې کړي.
قوماندان هغه اوازې رد کړې، چې ګني یادې ولسوالۍ به د وسله والو لاسته ورشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP