فيض اباد (پژواک ٩ چنګاښ ٩٣): امنيتي چارواکي او د سيمې خلک، د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د څلورو وسله والو مخالفينو، دوو ملکي وګړو او د ملي اردو د يوه سرتېري له وژل کېدو خبر ورکوي.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، په هغو عملياتو کې چې له پرون مازيګر راهيسې د جرم ولسوالۍ په دهن خستک سيمه کې پيل شوي او تر اوسه دوام لري، په ترڅ کې يې څلور مخالفين وژل او شپږ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې د عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
فروتن وويل، د دولتي ځواکونو موخه دهن خستک سيمې او فرغامنج کلي ته ننوتل دي، چې هلته په ياده سيمه کې وسله وال مخالفين پوځي اډه لري.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دغې نښته کې يواځې دوه طالبان ټپيان شوي او د طالبانو په بريد کې ١٢ دولتي سرتېري ټپيان او وژل شوي او د هغوى دوه زرې ټانکونه هم ويجاړ شوي دي.
بل خوا په دهن خستک کې د هوايي بريد له امله دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د جرم ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر عطاءالله پژواک ته وويل، چې دغه دوه کسان له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې د دولت د يوه توپدار هليکوپټر له لوري پرې د راکټ ډز شوى او دواړه ځاى پر ځاى وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: “عملياتو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي او خلک د خپلو پټيو کرلو ته هم نه شي تللى.”
د ويلو ده، چې تېره اونۍ اووه وسله وال مخالفين د هغوى د يوه قوماندان او د ملي اردو د دوو سرتېرو په ګډون په جرم ولسوالۍ کې وژل شوي او ترڅنګ يې پنځه نور وسله وال مخالفين ټپيان وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن