لښکرګاه (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۳): د هملند امنیتي چارواکي وايې په تېرو دوو ورځو کې په مرکز لښکرګاه او خانشین ولسوالۍ کې په بیلابیلو جګړو کې تر ۹۰ تنو ډېر وسله وال وژل شوي دي.
په دې ولايت کې د شپږم سرحدي زون د ارکان ریس سمونوال حمدالله صدیقي وايې چې وړمه ورځ د خانشین په تاغذ سیمه کې د پاکستانیانو په ګډون سلګونو وسله والو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
دده په وینا چې جګړي پوره دوه ورځي دوام وکړ چې په ترڅ کې يي ۷۰ تنه ددولت وسله وال مخالفین وژل شوي ۵۰ ټپیان شوي چې یو شمیر پاکستانيان هم پکې شامل دي.
د صدیقي په وینا وسله والو غوښتل د سنګین له جګړي په ګټو اخیستو یاده سیمه تر خپل واک لاندي راولي خو پولیس له وړاندي پرې خبر شول.
نوموړي زیاته کړه چې دوی ته داسي معلومات هم رسیدلي دي چې د خانشین په جګړه کې پاکستاني پوځيان هم شامل وو.
صديقي وويل چې امنيتي ځواکونو د جګړي پرمهال یو شمیر وسلي او چاودیدونکې توکې هم نیولي دي.
خو نوموړي وويل چې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا په ورته وخت کې لسګونو وسله والو طالبانو تېره ورځ د لښکرګاه اړونده باباجي سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړ.
دهلمند امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وايي چې جګړه تېره ورځ سهار شپږ بجې پیل شوه او د ماپښین تر یوې بجي پورې يي دوام وکړ چې په ترڅ کې يي تر ۲۰ زیات وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
دده په وینا وسله والو غوښتل په یاده سیمه کې خپل جنګیالي ځای پرځای کړي او له دې ځای څخه په مرکز لښکرګاه کې ستونزي جوړي کړي.
نوموړي زیاته کړ چې په دغه جګړه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي خو وسله والو سيمه پرېښې ده.
دده د معلوماتو له مخې، څلور میله وسله او پنځه موټرسايکلونه د پوليسو لاس ته ورغلي او همداراز يې څلویشت حلقې ماینونه هم شنډ کړي چې د وسلوالو لخوا په سيمه کې ځاى پرځاى شوي وو.
د یادولو له تیرو دوه اونيو راهيسې د هلمند په شمالي ولسوالیو په ځانګړې توګه سنګين کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، خو اوس داسې برېښي چې وسلوال غواړي جنوبي ولسوالۍ چې ډيورند کرښې ته څېرمه پرتې دي هم جګړه وغځوي.
وسله والو طالبان هم په یادو سیمو کې دولتي سرتیرو ته د مرګ ژوبلي اړولو خبره هم کوي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP