خوست (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو لسګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو په يوه غونډه کې ځانمرګي بريدونه، د مسلمانانو ناحقه ځورول او وژل او دغه راز ترهګريز بريدونه وغندل.
دوى د پنجشنبې په ورځ (د زمري ٢مه) په خوست کې د دولت له لوري په يوه جوړه شوې غونډه کې همدارنګه د کرښې د دواړو غاړو د قومونو تر منځ پر يووالي ټينګار هم وکړ او زياته يې کړه، چې خپلې ستونزې به د افغان دولت په مرسته د جرګو او مرکو له لارې هوارې کړي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغو قومونو تر منځ د ګډو غونډو جوړول، د سولې، ثبات، امن او ورورګلوۍ په ټينګښت کې ډېر مهم او اغېزمن وبلل.
نوموړي زياته کړه، داسې کړۍ شته، چې د راغلو کډوالو او د خوست د ځايي اوسېدونکو قومونو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته او يو پر بل د خلکو په بدګومانه کولو سره د بې اتفاقيو پلانونه پلي کوي.
نعيمي غوښتنه وکړه، چې د شمالي وزيرستان او د خوست ديني عالمان او قومي مشران دې په پرله پسې توګه د سولې او يووالي او دغه راز د رامنځته کېدونکو بدبختيو د مخنيوي لپاره جرګې او مرکې ولري.
همدارنګه نوموړي د کډوالو د شمېر په اړه وويل: ((له شمالي وزيرستان څخه خوست ولايت ته شاوخوا ۲۵زره کورنۍ راغلي، چې ۱۸زره کورنۍ يې ثبت شوې دي، چې د ګلان پر کمپ سربېره په مرکز او ولسواليو کې خلکو خپلو کورونو کې ځای ورکړی دی.))
والي له دغو کډوالو سره د مرستو په برخه کې وويل، چې د افغان دولت د پاليسۍ له مخې به له ټولو کډوالو کورنيو سره پوره بشري مرستې وکړي.
نوموړي د روغتيا، ښوونې او روزنې، سرپناه او په يو شمېر نورو اړينو برخو کې د اسانتياوو برابرولو لپاره د خپل مسووليت له مخې د پوره همکارۍ ژمنې وکړې.
د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار غونډې ته وويل، که چېرې پښتانه د ملي يووالي لار غوره کړي، نو د ټولو هغو ستونزو مخه نيول کېداى شي، چې له امله يې په زياتره سيمو کې پښتانه د ژوند له ډېرو اسانتياوو بې برخې دي.
نوموړي د کرښې پر دواړه خواوو اوسېدونکو غږ وکړ، چې د خپل ګډ کلتور او دودونو په پام کې نيولو سره د جرګو او مرکو دود يو ځل بيا راژوندى کړي او له دې لارې خپلې ستونزې حل کړي.
د شمالي وزيرستان يوه ديني عالم مولوي مجيب الرحمن يادې غونډې ته په خبرو کې د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه قومونه د استخباراتي کړيو د دسيسو پر وړاندې يووالي ته وهڅول.
نوموړي په دې برخه کې داسې وويل: ((پښتون قوم له سختو حالاتو سره لاس او ګرېوان دى، د دې کار تر ټولو غټ او يواځينی لامل د يووالي نشتوالی دی.))
د خوست يوه ديني عالم مولوي حنيف شاه حسيني وويل، چې پښتنو تل د اسلام له مقدس دين، خاورې او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د سر په بيه دفاع کړې ده.
هغه په دې برخه کې زياته کړه: ((پښتانه بايد د هغو کړيو پرضد ګډه مبارزه وکړي، چې د دغې مېړاني قوم د ځپلو او وژلو لپاره يې بېلابېلې دسيسې او پلانونه جوړ کړي او يا يې جوړوي.))
د خوست او شمالي وزيرستان قومونو د يادې غونډې په پای کې په يوه پرېکړه ليک پر حکومتونو غږ کړی، چې پښتانه نه ترهګر دي او نه دې ورته د ترورېست نوم ورکوي.
د شمالي وزيرستان کډوالو په دغه پرېکړه ليک کې له افغان دولت څخه غوښتنه کړې، چې د دوی د ماشومانو لپاره د روغتيا او زده کړې په برخو کې لازمې اسانتياوې برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم په خوست کې د مجاهدينو د ملي يووالي اسلامي شورا په نوم يوه مدني بنسټ د شمالي وزيرستان او د خوست د قومونو ترمنځ د يووالي په خاطر غونډه جوړه کړې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن