مزارشريف (پژواک ١١ زمرى ٩٣): په بلخ ولايت کې د ((اختر د ټولو مبارک شه!)) تر سرليک لاندې د هېواد په کچه د لسګونو شاعرانو او ليکوالو په ګډون مشاعره وشوه.
دغه مشاعره چې د بلخ ادبي خوځښت په نامه د پښتو ژبې د ودې د مرکز له خوا تېره ورځ جوړه شوې وه، مازديګر تېر د بلخ ولايت د لرغونو ځايونو په ننداره پای ته ورسېده.
په ياده مشاعره کې د بلخ د دولتي چارواکو، فرهنګيانو او قومي مشرانو په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولايتونو په کې شاعرانو، ليکوالو او د ادب مينه والو برخه اخيستې وه.
د بلخ ادبي خوځښت غړي غلام علي بشير پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده مشاعره يې په بلخ کې د پښتو شاعري د ادب د ودې په موخه د کمکي اختر په خوښۍ کې جوړه کړې وه.
نوموړي زياته کړه چې ياده غونډه دوه برخې لرلې چې لومړۍ يې مشاعره او دويمه يې له نورو ولايتونو د راغلو فرهنګيانو لپاره د بلخ د لرغونو ځايونو د نندارې اسانتيا برابرول و.
د هغه په وينا، مشاعرې ته پر بلخ سربېره د کندوز، کابل، لغمان، ننګرهار، جوزجان او بغلان ولايتونو څخه شاعران او د ادب مينه وال راغلي وو.
د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسد دانش چې له کابله يادې مشاعرې ته راغلی و، پژواک ته وويل چې په بلخ کې د پښتو ادب د تېرو کلونو په پرتله خورا وده کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې څو کاله مخکې يې هم په بلخ کې په ورته مشاعره کې برخه اخيستې وه، چې د شاعرانو د ګډون کچه يې کمه وه.
د هغه په وينا، اوس خورا بدلون راغلی هم شاعران زيات شوي او هم يې د شعرونو کيفيت ښه شوی دی.
له کندوزه راغلي ګډونوال د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر عزت الله پامير وويل چې ورته مشاعرې په شمال کې د پښتو ادب د ودې لپاره خورا اړينې دي.
نوموړي زياته کړه چې ممکن د هېواد په نورو ولايتونو کې دغه ډول مشاعرې يوازې د شعر اورېدو تنده خړوب کړي؛ خو په شمال کې د پښتو ادب د ودې لپاره دغه ډول ناستو او د فرهنګيانو نږدېوالي ته اړتيا ده.
د بلخ ولسوالۍ ولسوال تيمور شاه پاييز چې په ياده مشاعره کې يې برخه اخيستې وه، وويل، چې د ورته هڅو ملاتړ کوي.
د غونډې په اوږدو کې د بلخ ادبي خوځښت له خوا د بلخ ولايت دوو فرهنګي ځوانانو عطامحمد ساهو ته په چاربولک ولسوالۍ کې د بخدي ادبي بهير او په مزارشريف ښار کې د ((خبره)) په نامه د پښتو اوونيزې د خپرېدا او خيبر اميري ته د ((لټون)) په نامه د پښتو مجلې د خپرېدو له امله ستاينليکونه ورکړل.
بلخ ادبي خوځښت چې له تېرو يوولسو کلونو په بلخ ولايت کې د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره کار کوي، د دغه ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د ادبي بهيرونو د جوړولو تر څنګ، په مزارشريف ښار کې د خوشحال بابا په نامه کتابتون جوړ کړی او پرخه او پسرلی په نامه دوه پښتو مجلې هم چاپوي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن