ژبه

د لویې څارنوالۍ يو تن څارنوال ټپي شو

عبدالمقصود عزيزي

۱۵ زمری ۱۳۹۳ - ۱۷:۱۸

Views: ۶۲

پل علم (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په بازار کې وسله والو يو څارنوال پر ډزو ټپي کړى او وروسته ياد وسله وال بريدګر د پوليسو له خوا وژل شوي دي.

د محمداغې امنیه قوماندان څارمن عبدالولي حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن دوه بجې دوو موټرسايکل سپرو د ولسوالۍ په بازار کې  د لويې څارنوالۍ پر يوه کارکوونکي محمدنبي ډزې کړې او هغه يې ټپي کړى دى.

هغه وايي، چې محمدنبي د افغانستان څارنوالۍ د تفتيش رياست غړى دى.

د نوموړي په خبره، چې وروسته بريدګر د تېښتې پر مهال د سيمه ييز پوليسو له خوا ووژل شول.

امنيه قوماندان وايي، ياد څارنوال په ياده ولسوالۍ کې خپل پلرني کلي ته پر لاره و، چې بريد پرې وشو او تر ټپي کېدو وروسته د درمنلې لپاره کابل ته  انتقال شوو.

د حقيار په وينا، چې د يوه بريدګر ښځينه جامې پر ځان وې او اوس پوليسو د دې پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

د نوموړي څارنوال  روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

د امان الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد پژواک ته وويل، چې وسله والو موټرسايکل سپرو ياد څارنوال شپږ مرمۍ ويشتلى دى.

لا تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.