جلال اباد (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز بريد شوى دى.
په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار وختي شوى دى.
هغه زياته کړه، د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې دوه توغندي توغول شوي او د دوى پر مرکز لګېدلي خو مرګ ژوبله يې نه لرله.
د نوموړي په وينا، دغه مرکز پخوا د بهرنيو ځواکونو اړوند و، خو په دې وروستيو کې سرحدي پوليسو ته سپارل شوى او اوسمهال په کې سرحدي ځواکونه مېشت دي.
حسين خېل وويل، د دوى کشفي ارګانونه په هڅه کې دي څو د توغندي اصلي ځاى په ګوته کړي چې د کرښې له پورې غاړې له کوم ځايه ويشتل شوى دى.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عبدالزي هم ياده پېښه تاييد کړې او وايي چې د ننګرهار والي دا پېښې غندي .
دغه بريد په داسې حال کې شوى چې تېره ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا د هېواد دفاعي او امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان او د هغوى اړوند د وسله والو ډلو هر ډول بريدونه وځپي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP