منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۸ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کېک‌بوکسېنګ ملي فدراسیون د دې برخې د نړۍوال فدراسیون غړی شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومې ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د افغانستان کېک‌بوکسېنګ ملي فدراسیون د دې برخې د نړۍوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون له لوري د افغانستان کېک بوکسېنګ ملي فدراسیون د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ او محمد شیر هاشمي یې رییس وټاکل شو.

سرچینه زیاتوي چې له تېرو څه باندې دوو لسیزو د افغانستان کېک بوکسېنګ ملي فدراسیون د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون عضویت نه درلود او وخت نا وخت به د دغې برخې لوبغاړي د مناسبو امکاناتو او بودیجې د نشتون له امله له بهرنیو سفرونو محرومېدل.