ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغیس کې د یوه موټر چپه کیدو له امله ۳۴ تنه مړه شول

په بادغیس کې د یوه موټر چپه کیدو له امله ۳۴ تنه مړه شول

author avatar
16 Aug 2014 - 22:42
په بادغیس کې د یوه موټر چپه کیدو له امله ۳۴ تنه مړه شول
author avatar
16 Aug 2014 - 22:42

قلعه نو( پژواک، ۲۵ زمری ۹۳ ) : په بادغیس ولایت کې دیوه موټر د چپه کیدو له امله ۳۴ مسافرین مړه شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالمجید شکیب د زمري په ۲۵مه  دشپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن د شپې په اتو بجو ددې ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه  زیاته کړه، چې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکو ۱۸ خروراره پسته په یوه کاماز ډوله موټر کې بار کړې وه او پکې ۵۴ کسان هم سپاره وو.

د شکیب په وینا، دوی غوښتل چې دغه پسته د ولایت مرکز قلعه نو ته یوسي، خو د اب کمرې ولسوالۍ د مشواڼي په سیمه کې یاد موټر تر ښوییدو وروسته چپه شوی دی.

دی وایي چې په دې پيښه کې ۳۴ کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل او څلور تنه ژغورل شوي دي.

د ولایتي شورا رییس وویل چې ټپیان د ولایت مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.

د توره کي په نامه د پيښې یو تن  عیني شاهد چې له یادې پيښې ژوندی راوتلی پژواک اژانس ته وویل چې ټپیان یې د سیمې داوسیدونکو په مرسته روغتون ته رسولي دي.

هغه زیاته کړه، چې د ۶ ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دي.

دی وایي چې د کاماز موټرچلوونکي د پستې مالکانو ته ویلي وو، چې په دومره زیات شمیر کې په موټر کې نه سپریږي، خو هغوی دده خبره نه وه منلې.

دی وایي چې په سیمه کې باران شوی و او په یوه غرییزه سیمه کې موټر چبه شوی دی.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.