اسعداباد (پژواک ١٠ وږى ٩٣): په کونړ ولايت کې د اېتلافي ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې ١٠ وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د وټه پور ولسوالۍ د قمچۍ په سيمه کې هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د دوو قوماندانانو (ملنګ او ګل حکيم) په ګډون اوه وسله وال وژل شوي دي.
نوموړى وايي چې دويم بې پيلوټه بريد د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په سيمه کې شوى دى چې له امله يې درې وسله وال وژل شوي دي.
امنيه قوماندان وايي چې د دويم بريد موخه د خراسان په نامه نوې پيدا شوې وسله واله ډله وه، چې په دې وروستيو کې يې په کونړ کې فعاليتونه پيل کړي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن