<p style="text-align: justify;">پاراخ (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): چارواکي وایي، د پنجشېر د درې ولسوالۍ اړوند یوه غره په وچو وښو کې د شپڼو د بېغورۍ له امله تېره ورځ ناوخته لګېدلی اور د امنیتي کسانو او سیمې خلکو په هڅو تېره شپه مړ شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وایي: «تېره ورځ ناوخته د پنجشېر د درې ولسوالۍ د تنبنې سيمې په غره کې په وچو وښو کې چې معمولا ياد واښه په دې موسم کې وچېږي، د شپڼو د بېغورۍ له امله اور لګېدلای و چې د درې ولسوالۍ د رهبرۍ په مشرۍ سيمه کې د ولسي خلکو او مجاهدينو په هڅو په ډېره چټکۍ خاموش او ختم شو.»</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینه د پنجشېر ولايت د کرنې رياست د چارواکو په وینا زیاتوي چې اور تېره شپه مړ شوی او د زیان کچه یې هم ځکه کمه وه چې د یادې سیمې غرونه ځنګلونه نه لري او اور په وچو وښو کې لګېدلای و.</p>