Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر او پکتيکا  ٢٢ وسله وال وژل شوي

پل علم-ښرنه (پژواک ١٣ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې په لوګر او پکتيکا ولايتونو کې ٢٢  وسله وال طالبان  وژل شوي او دوه نور ټپيان  دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د خروار ولسوالۍ په ماڼوګۍ او د بره کي برک په پُل جوګي سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.

د والي وياند وايي چې په دغو عملياتو کې د څلور پاکستانيانو په ګډون ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دورېش وايي چې په سيمه کې لا هم پوځي عمليات روان دي.

وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په بره کي برک ولسوالۍ کې يې د ملي اردو د يوه سرتېري د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي  او دوه نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزى وايي چې تېره ورځ ناوخته طالبانو د يادې ولسوالۍ د پوډريانو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ.

نوموړي پژواک ته وويل چې په ځوابي ډزو کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو پوليسو او ځايي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په بريد کې يې د يادې پوستې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ، خو کره شمېر يې ورته نه دی معلوم.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.