ویلز (پژواک ۱۳ وږی ۹۳): د انګلستان په ويلز ښار کې د ناټو سرمشریزه غونډه نن په داسې حال کې پیلېږي چې افغانان ورته چندان هيله من نه دي، خو د ناټو چارواکي وایي چې دوی له افغانستان سره اوږودمهاله مرستو ته ژمن دي.
په دې غونډه کې به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما، د انګلستان د لومړي وزیر ډیویډ کمیرون او د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په ګډون د نړۍ د شاوخوا ۶۰ هېوادونو ولسمشران او د حکومتونو مشران ګډون وکړي.
د ناټو سرمشریزه غونډه به د انګلستان پر وخت د سهار نهه نیمې بجې رسنيو ته د ناټو د سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په لنده وينا پيل شي.
نن له غرمې وروسته یوه بجه د ناټو او ایساف د افغانستان په اړه ګډه غونډه جوړېږي، چې د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي به د افغانستان په استازیتوب د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي.
د ناټو سازمان د سرمنشي ویانده اووانا لیونسکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې غونډه کې به د ناټو او ایساف غړي هېوادونه له افغانستان سره یو ځل بیا د خپلو دوامداره همکاريو ژمنې تازه کړي.
دا وایي چې په دې غونډه کې به د ایساف د پای ته رسېدونکي او د ناټو د نوي ماموریت په اړه هم تفصیلي بحث وشي.
نوموړې زیاته کړه چې پر افغانستان تر خبرو وروسته به د ناټو غړي هېوادونه د اوکراین د حالاتو په اړه (د ناټو اوکراین کمېسیون) ځانګړې غونډه جوړه شي.
د هغې په وینا، د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې به د ناټو مشران د شپې ډوډۍ په ګډه وخوري او په بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وکړي.
د ناټو ویاندې وویل چې د غونډې په دویمه ورځ تر غرمې مخکې به ناټو ته د راتلونکو ننګونو، د دفاعي صلاحیتونو پر ډېرولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
د مېرمن اووانا په وینا، نن له غرمې وروسته به هم پر يادو موضوعاتو خبرې وشي او د ورځې په پای کې به د ناټو سرمنشي د غونډې د لاسته راوړنو په اړه د یوې خبري غونډې له لارې رسنیو ته معلومات ورکړي.
یاده غونډه تر پوښښ لاندې د راوستو په موخه له افغانستان څخه د رسنیو لس کسیزه ډله هم د انګستان وېلز ښار ته راغلې ده.
د شمشاد تلویزیون رییس او د سیاسي چارو کارپوه خپلواک ساپي پژواک اژانس ته وویل چې دا غونډه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري، خو زیاتوي چې د افغانستان ټاکنیزو ناندریو او د ولسمشر نه ګډون دا غونډه بې خونده کړې ده.
هغه زیاته کړه، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو هڅه کوله چې د افغانستان د ټاکنو شخړه تر دې مخکې هواره او د افغانستان یوه منتخب ولسمشر په کې ګډون وکړي او ډېرې لاسته راوړنې ولري، خو د ده په وينا له بده مرغه داسې ونه شول.
خو ساپي وویل چې ناټو سازمان لا د مخه ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي، خو زیاتوي چې که لوړپوړي پلاوي ګډون کړی وای، نو لاسته راوړنې به نورې هم ډېرې وای.
د افغاني ژورنالېستانو له ډلې په کابل کې د ازادۍ راډیو مسوول حمید مومند هم پر دې باور دی چې د افغانستان سیاسي کړکېچ یاده غونډه تر سیوري لاندې راوستې ده.
هغه پژواک اژانس ته وویل که چېرې سیاسي شخړې هوارې شوې وای او یو لوړپوړی دولتي پلاوی په دې غونډه کې ګډون کړی وای، نو د افغانستان اهمیت به لا زیات شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP