جلال اباد(پژواک١٥وږى٩٣): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال څلور سرحدي پوليس او څلور طالبان وژل شوي، دوه پوليس او نهه وسله وال طالبان ټپيان دي.
د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازيګر مهال وسله والو د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوسته بريد کړى، چې شاوخوا شپږ ساعته نښته رامنځته شوې ده.
دى زياتوي چې په نښته کې د خوږياڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له څلورو نورو ملګرو سره وژل شوى او نهه تنه نور ټپيان دي.
هغه د وژل شوي طالب ولسوال نوم ياد نه کړ .
حسن خېل وويل چې په دې نښته کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ده په خبره ، چې وسله والو غوښتل د دوى پوسته ونيسي ، خو دوى مقاومت کړى او وسله والو مخالفينو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړى وايي، چې د وسله والو مخالفينو جسدونه هم په سيمه کې پاتې وو، چې وروسته يې قومي مشرانو ته وسپارل .
خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل ، چې په ياده نښته کې د بهرنيو ځواکونو له هوايي پوځ څخه هم کار اخيستل شوى او په سيمه کې پر وسله والو بمباري شوې ده.
سرچينې زياته کړه ، ځينې راپورونه شته چې په نښته کې د بهرنيو ځواکونو د بمبار په پايله کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د سرحدي پوليسو درستيزوال حسن خيل بيا پر دې ناخبري ښيي ، چې ګواکې د دوى پوليس دې د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې وژل شوي وي.
د خوږياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور جسدونه او يو ټپي تن ور وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې ټپي او جسدونه ټول د سرحدي پوليسو دي او د ټپي درملنه دوام لري.
دا لومړى ځل نه دى چې په ياده سيمه کې دا ډول نښتې رامنځته کېږي، بلکې له دې مخکې هم څو ځله ورته نښتې رامنځته شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP