ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له خپلو رايو څخه به دفاع  وکړي

د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له خپلو رايو څخه به دفاع وکړي

author avatar
13 Sep 2014 - 17:54
د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له خپلو رايو څخه به دفاع  وکړي
author avatar
13 Sep 2014 - 17:54

ښرنه  (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له خپلو رايو څخه دفاع کوي او هېڅکله به مغرضو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې هېواد د بې ثباتۍ پر لوري بوځي.

دغه څرګندونې د پکتکا ولايت په مرکز ښرنه ښار کې سلګونو کسانو چې په کې قومي مخور، جهادي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، د يوې لويې احتجاجي غونډې پر مهال وکړې.

د يادې اعتراضيه غونډې ګډونوالو د ټاکنو له کمېسيونونو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي او د خلکو انتظار ته دې د پاى ټکى کېږدي.

پخوانى جهادي قوماندان او د پکتيکا د قومونو د شورا مشر ملا محمد معصوم غونډې ته پخپله وينا کې وويل چې د پکتيکا غيرتي ولس په تېرو څو لسيزو کې لويې قربانۍ ورکړې  او تر دې وروسته به يې هم ورکوي.

هغه زياته کړه، دا ټولو ته څرګنده ده چې پکتيکاسرحدي ولايت دی، دغه ولايت له وزيرستانونو سره ګډه اوږده پوله لري، او خلکو يې له ډېرو ستونزو سره، سره د سر په بيه په ټاکنو کې برخه واخيسته او رايې ورکړې.

دى وايي: ((هر هغه څوک چې د کمېسيون له پرېکړې سرغړونه کوي،هغه  له قانون څخه سرغړونه کوي، هغه څوک چې زموږ پاکو رايو ته درناوی نه لري، زموږ رايې ناسمې اوباطلې ګڼي، دا نو د زمري په خوله کې لاس ورمنډل دي.))

ملا معصوم وويل چې دوی به هېچاته اجازه ورنه کړي،‌چې تحميلي حکومت ورباندې وکړي، د خلکو حوصلې نور پاى ته  رسېدلې دي.

هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې پرته له ځنډ څخه د ټاکنو وروستۍ پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.

د پکتيکاد ځوانانو په استازيتوب خورشيد امان کټوازي وويل چې يو شمېر کړۍ او خود غرضه چارواکي په ولس کې د نفاق رامنځته کېدو لپاره هڅې کوي او غواړي چې په هېواد کې يو ځل بيا خپلمنځي جګړې پيل شي.

نوموړی وايي، دغه کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره ټول افغانان د اور کندې ته غورځوي.

کټوازي د بلخ د والي عطامحمد نور  د هغو څرګندونو چې ګوندې د ټاکنو پايلې نه مني،  شنه او نارنجي حرکتونه به پيلوي، رد او زياته يې کړه : ((موږ د خپل دولت د تېرو کلونو لاسته راوړنو ساتلو  ته رښتيني او ژمن يو،نه غواړو چې يو ځل بيا جنګ پيل شي او پخوانۍ بدبختۍ تکرار شي.))

ده هم دټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل، چې پايلې دې تر دوه درې ورځو پورې اعلان کړي .

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس مبين فقيرزاده د پکتيکا له خلکو مننه وکړه ، چې تل يې د خپل دولت ملاتړ کړی او هم يې په شرايطو برابرو ټولو وګړو په ټاکنو کې برخه واخيسته.

نوموړي وويل، دوی يوقانوني نظام غواړي، چې د ټولو افغانانو حقوق په کې خوندي شي، نه د يوه والي او شخص په ګټه نظام.

د ولايتي شورا رييس زياته کړه، چې ټول ولس د ټاکنيزو لانجو څخه ستړی شوی او د ټاکنو له کمېسيون يې غوښتنه ده ،چې پايلې دې ژر اعلان کړي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.