کابل ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) : د پکتيا والي او د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړى جمعه خان همدرد وايي ، چې زرغون او نارنجي خوځښتونه تش په نامه خبرې دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي ، چې په هېواد کې بحران رامنځته کړي .
د پکتيا والي او د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام د ټيم غړي همدرد دغه څرګندونې د وږي په ٢٤مه، په يوه خبرپاڼه کې کړي، چې د وږي په ٢٤مه، په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د هغه پر وال خپره شوې ده.
ده زياته کړې، چې په دې وروستيو ورځو کې د بېلابېلو کړيو او افرادو له لوري د ټاکنيزو مسايلو په هکله يو لړ بې مسووليته څرګندونې شوې دي
همدرد ويلي، په دې څرګندونو کې د ټاکنو د پايلو د اعلان په صورت کې په هېواد کې د بحران د رامنځته کېدو ګواښونه هم شوي دي.
د پکتيا والي وايي : (( ددې ټولو بې مسووليته څرګندونو پر وړاندې موږ د ولس سپېڅلو هيلو ته د درناوي پر بنسټ هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو زموږ دا بامسووليته چوپتيا بايد هېڅکله د کمزورۍ په معنی تعبير نشي. ))
جمعه خان همدرد ويلي، غواړي په ښکاره ټکو کې ووايي، چې هېڅوک په هېواد کې دننه د بحران د رامنځته کولو توان نه لري اونه به هم دوى چاته ددغه کار اجازه ورنه کړي.
د بدلون او دوام د ټيم دغه غړي ويلي، لکه څنګه چې ټوله نړيواله ټولنه شاهده ده ، د سيال ټيم په غوښتنه ټولې رايې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې تر څارنې لاندې تفتيش شوې او د
“مهندسي شويو درغليو” تور چې د مخالف ټيم له خوا يې ادعا شوې وه، په بشپړه توګه بې بنسټه او هېڅ ډول حقيقت يې نه درلود.
همدرد زياته کړې : (( زموږ د معلوماتو له مخې د تفتيش پروسه بشپړه شوې او وروستۍ پايلې له دواړو نوماندانو سره شريکې شوي ، چې د پايلو له مخې ډاکټر اشرف غني د ټاکنو غوڅ ګټونکى او د هېواد نوی ټاکل شوی ولسمشر دی.))
د هغه په وينا، د تفتيش پايلو دا جوته کړه ، چې د ۱۳۹۳ کال ولسمشريزې ټاکنې ښکاره ګټونکى او بايلونکى لري. په دې توګه په راتلونکي حکومت کې د بايلونکي ټيم سره د واك د مساوي ويش نظريه چې د مخالف ټيم له خوا مطرح شوې، دوى يې ردوي.
ده زياته کړې : (( د واک ددې ډول وېش نمونه موږ د نړۍ په هېڅ کوم هېواد کې نه ده ليدلې ، چې هم دې ټاکنې وشي او هغه دې غوڅ ګټونکى ولري ، خو بيا دې هم واک په دې ډول چې دوی غواړي ووېشل شي.
هغه د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي غوښتي، چې د ولس د رايو پر سر بايد معامله ونه کړي.
جمعه خان همدرد ويلي، چې دوى په هېواد کې د بحران پلوي نه دي او که څوک د ټاکنو وروستۍ پايلې نه مني او په هېواد کې د بحران را منځته کېدو هڅه کوي، نو دوى ورته بشپړ چمتووالى لري، څو له خپلو رايو څخه په کلکه دفاع وکړي.
ده زياته کړې :((هېڅکله به چاته اجازه ورنکړو، چې د خپلو بادارانو په اشاره په هېواد کې ستونزې جوړې کړي. ))
هغه په دې خبرپاڼه کې خلکو ته د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد په استازيتوب ډاډ ورکړى، چې زرغون او نارنجي خوځښتونه تش په نامه خبرې دي .
همدرد ويلي، څوک چې دغه چيغې وهي، د ولس په منځ کې درېدلی نه شي ، له دوى سلګونه ساتونکي او سمټي دېوالونه راتاو دي او هېڅ نه شي کولى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن