Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک ۲۰ تله ۹۳): امنيتي مسوولين وايي، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي اويو بل ټپي شوی دی.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک ته وويل چې دا پېښه نن (د تلي۲۰ مه) سهار مهال په کجکې ولسوالۍ د عرب زو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، په دې پېښه کې  دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپی دی چې د درملنې لپاره ځايي روغتون ته وړل شوی دی.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دغه کسان د سيمې اوسېدونکي دي چې د لويې لارې د تېرېدو پر مهال پرې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه کړې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.