نوى ډيلى ( پژواک، ٢٧ تله ٩٣ ) : د هندوستان لومړي وزير نريندار مودي دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټېلېفوني خبرې کړي او په سوله ييزه توګه د واک د لېږد په اړه يې ورته مبارکي ورکړې ده.
د هندوستان د لومړي وزير له دفتر څخه د تلې په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې دا ټېلېفوني اړيکې پرون نيول شوې دې او نريندرا مودي حامد کرزي ته د نوي ملي وحدت د حکومت په جوړېدو هم مبارکي ورکړې ده.
نريندرا مودي ويلي، چې په افغانستان کې دغه کار د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ميړانې، پوهې او سياسي بصيرت پرته نه شواى ترسره کېداى.
هغه ويلي، چې د حامد کرزي په مشرۍ افغانستان په کم وخت کې ډېر پرمختګونه کړي او يو پرمختللى او ديموکرات افغانستان يې رامنځته کړى دى.
د نوموړي په وينا، کرزي دغه ټول کارونه په ډېرو سختو شرايطو کې ترسره کړي او د هغه خدمتونه به تل ياد ساتي .
لومړي وزير د هندوستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پياوړي کولو او پراختيا کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي رول هم ستايلى دى .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په سوله، امنيت او بيارغونه کې د هندوستان د رول ستاينه او مننه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن