ژبه

د هند لومړي وزير حامدکرزي سره ټېلېفوني خبرې کړي

سوجى دهار

۲۷ تله ۱۳۹۳ - ۱۷:۴۵

Views: ۱۴۰

نوى ډيلى ( پژواک، ٢٧ تله ٩٣ ) : د هندوستان لومړي  وزير نريندار مودي دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټېلېفوني خبرې کړي او په سوله ييزه توګه  د واک  د لېږد په اړه يې ورته مبارکي ورکړې ده.

د هندوستان د لومړي وزير له دفتر څخه د تلې په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې دا ټېلېفوني اړيکې پرون نيول شوې دې او نريندرا مودي حامد کرزي ته د نوي  ملي وحدت د حکومت په جوړېدو هم مبارکي ورکړې ده.

نريندرا مودي ويلي، چې په افغانستان کې دغه کار د پخواني ولسمشر حامد کرزي  له ميړانې، پوهې او سياسي بصيرت پرته نه شواى ترسره کېداى.

هغه ويلي، چې د حامد کرزي په مشرۍ افغانستان په کم وخت کې ډېر پرمختګونه کړي  او يو پرمختللى او ديموکرات افغانستان  يې رامنځته کړى دى.

د نوموړي په وينا، کرزي دغه ټول کارونه په ډېرو سختو شرايطو کې ترسره کړي او د هغه خدمتونه به تل ياد ساتي .

لومړي وزير د هندوستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پياوړي کولو او پراختيا کې د  پخواني ولسمشر حامد کرزي رول هم ستايلى دى .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په سوله، امنيت او بيارغونه کې د هندوستان د رول ستاينه او مننه کړې ده.