ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ولايتي شورا ته ډېری نوي ځوانان بريالي شوي

د هلمند ولايتي شورا ته ډېری نوي ځوانان بريالي شوي

author avatar
28 Oct 2014 - 15:42
د هلمند ولايتي شورا ته ډېری نوي ځوانان بريالي شوي
author avatar
28 Oct 2014 - 15:42

لښکرګاه (پژواک ۶ لړم ۹۳) : د هلمند د ولايتي شورا ۱۵ څوکيو ته ۱۰ تنه نوي نوماندانو لاره پيداکړې ، چې ټول يې ځوانان او پخوانۍ  شورا ته په کتو د زده کړو خاوندان دي.

په هلمند کې د ولايتي شورا ۱۵ څوکيو ته ۹۲ تنه نوماندان ولاړ وو، لس په کې ښځينه وې چې له دې ډلې څخه يې لس نوي او پنځه پخواني بريالي شوي دي.

حيات الله مايار يو له هغو ځوانانو څخه دى چې نوى ولايتي شورا ته بريالى شوى، وايي چې له خپل ولس سره کړې ژمنې به پوره کوي .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ټاکنو پروسه ډېره شفافه تر سره شوې چې له امله يې ډېرى ځوانان بريالي شوي او تر اوسه پر دوى کوم شکايت هم نه دى شوى.

حاجي عبادالله عليزي پژواک اژانس ته وويل، پرېکړه دخلکو وه هغه چاته يې رايه ورکړې ، چې د خلکو د خدمت جوګه يې بولي.

ده زياته کړه : (( زه کلکه ژمنه کوم، چې له اصولو سره سم به راسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره او د خپل ولس غوښتنې پوره کړم.))

له سنګين ولسوالۍ څخه بريالى نوماند حاجي هاشم الکوزي پژواک اژانس ته وويل چې  ولس ته ټول پخواني او اوسني نوماندان معلوم وو او له همدې امله يې نويو څېرو ته رايه ورکړې او بريالي کړي يې هم دي.

هغه وايي : (( ډېره نيوکه نه کوم، خو په پخوانيو وکيلانو کې داسې کسان هم وو، چې په فساد کې ښکېل و ، د ولس خدمت ته يې پاملرنه نه کوله او نه هم خپلې دندې ته يې پاملرنه کوله.))

له نادعلي ولسوالۍ څخه بريالى نوماندان مېرزا حسين عليزاده پژواک ته وويل  چې دی يواځې له يوه قوم څخه استازيتوب نه کوي او په کلک هوډ سره به د بدلون او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

ولايتي شورا ته  بريالۍ نومانده نبيه وايي چې له کلونو راهيسې يې دا هيله وه، ترڅو ددې جوګه شي چې ددې ولايت مېرمنو ته خدمت وکړي .

هغې زياته کړه : (( اوس چې بريالۍ شوې يم، نو خداى ج راته دا چانس راکړى، چې له خپل توان سره سم د خلکو او ښځو خدمت وکړم.))

 د ولايتي شورا له ناکام شويو کانديدانو څخه د ولايتي شورا پخواني رييس عبدالباري بارکزي ومنله چې سم کمپاين يې نه و کړی او په ناکامۍ هم نه دی خپه، ځکه  ولايتي شورا ددوی شخصي جايداد نه دى چې ټول به په کې ناست وي.

هغه زياتوي چې نوي بريالي نوماندان ځوانان ،د لوړو زده کړو اوکلک عزم  خاوندان دي، د ښه خدمت تمه ترې لري .

بارکزى هيله من دى ، چې نوي وکيلان به د خلکو غوښتنې پوره کړي.

د ناکام شويو کانديدانو له ډلې څخه روح الله الهام بيا نيوکه کوي چې د ولايتي شورا يو شمېر کانديدان د ولسمشرۍ د ټاکنو ددرغليو قرباني شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په کابل کې د شکايتونو کمېسيون هم درغلۍ منلي، خو دا چې ددوى سيمه بدنامه نه شي، ځکه نو چوپه خوله پاتې شوې دي.

د لښکرګاه  ښار  يوتن هټۍ وال پژواک اژانس ته وويل چې په کابل کې د هلمند په رايو کې لاس وهنه نه ده شوې،کومې پايلې چې په لومړيو ورځوکې د ولايتي شوراګانو دلته اعلان شوي په هغه ډول اوس هم اعلان شوې دي او دوی کوم شکايت نه لري.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.