ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”حکومت به د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره هڅې ډېرې کړي“

”حکومت به د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره هڅې ډېرې کړي“

author avatar
5 Nov 2014 - 17:34
”حکومت به د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره هڅې ډېرې کړي“
author avatar
5 Nov 2014 - 17:34

لښکرګاه (پژواک۱۴ لړم۹۳): حکومت به په هلمند ولايت کې د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره هڅې ډېرې کړي.

دا څرګندونې د لړم په ١٤ د دې ولايت د اقتصاد رييس نثار احمد احمدي په مرکز لښکرګاه کې د لاسي صنايعو د درې ورځيني نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.

احمدي وويل ، دا نندارتون يې د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره پرانېست، څو کورني او بهرني سوداګر ترې ليدنه وکړي او ويې پيري.

ده وويل، چې په دې نندارتون کې شل قلمه بېلابېل ډول لاسي صنايع  د نندارې لپاره وړاندې شوي دي.

د شاه محمود په نامه يوه پلورونکي وويل ، چې د دې نندارتون پرانېستلو ته خوښ دى ؛ځکه توکو ته به يې بازار پيدا شي.

هغه هيله وښوه چې په دې ولايت بايد داسې نندارتونونه دوام پيداکړي.

بله خوا ددې ولايت د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته  وويل ، چې دا نندارتون د کاريګرو  ښځو د لاسي صنايعو د پلور لپاره  ډېر ګټور دى.

هغې وويل: (( مېرمنې په کورونو کې لاسي صنايع جوړي او بيا يې د هټيوالو په مرسته په دغسې نندارتونو کې پلوري ، څومره چې پلورل کېږي هومره هڅول کېږي چې ښه کار وکړي.))

د هلمند ولايت د سوداګرو د ټولنې مشر علي احمد ناصري وايي ، خوښ دى چې په دې ولايت کې د لاسي صنايعو لپاره نندارتون بيا پرانېستل کېږي.

ده غوښتنه وکړه چې حکومت بايد د لاسي صنايعو لپاره په هلمند کې دغسې نندارتونه په پرله پسې توګه پرانيزي.

د هلمند په ګډون د هېواد په يو زيات شمېر ولايتونو کې لاسي صنايع جوړېږي، خو د کاريګرو شکايتونه دا دي، چې د پلور لپاره ښه بازار نه لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.