Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو د زابل ولايتي شورا يو کانديد ټپي  کړ

کلات (پژواک،٢٣ لړم ٩٣): وسله والو د زابل ولايتي شورا پر يوه کانديد بريد کړى او هغه يې ټپي کړى دى.

د زابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه پر کانديد محمديعقوب سيوريوال شوی دی.

نوموري وايي، چی د شينکۍ ولسوالۍ د سيوري په سيمه کې د احمدشاه خېلو په کلي کې وسله وال طالبان د ياد کانديد کور ته ورغلي او بريد يې پرې کړى، چې په بريد کې دغه کانديد  ټپي شوى، خو پوليس يې مرستې ته هم ورسېدلي وو .

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک ته وويل، چې سيوريوال په بل کلي کې ميلمه و، کله چې بېرته کورته را روان و د طالبانو له بريد سره مخ شو.

 نوموړى زياتوي، چی په برىد کې د ولايتي شورا ياد کانديد په پښه ټپي شوى او اوس کندهار ته د درملنې لپاره لېږدول شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديادونې ده، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې هم وسله والو طالبانو د سيوريوال پر کور بريد کړى و، چې هغه مهال هم ورڅخه روغ وتلی و، خو موټر يې سوځول شوی و.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.