کلات (پژواک،٢٣ لړم ٩٣): وسله والو د زابل ولايتي شورا پر يوه کانديد بريد کړى او هغه يې ټپي کړى دى.
د زابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه پر کانديد محمديعقوب سيوريوال شوی دی.
نوموري وايي، چی د شينکۍ ولسوالۍ د سيوري په سيمه کې د احمدشاه خېلو په کلي کې وسله وال طالبان د ياد کانديد کور ته ورغلي او بريد يې پرې کړى، چې په بريد کې دغه کانديد ټپي شوى، خو پوليس يې مرستې ته هم ورسېدلي وو .
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک ته وويل، چې سيوريوال په بل کلي کې ميلمه و، کله چې بېرته کورته را روان و د طالبانو له بريد سره مخ شو.
نوموړى زياتوي، چی په برىد کې د ولايتي شورا ياد کانديد په پښه ټپي شوى او اوس کندهار ته د درملنې لپاره لېږدول شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې ده، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې هم وسله والو طالبانو د سيوريوال پر کور بريد کړى و، چې هغه مهال هم ورڅخه روغ وتلی و، خو موټر يې سوځول شوی و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن