کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٣): د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سراج الدين افغانمل وايي، له شپږو زرو څخه يې ډېر ماينونه له منځه وړي دي.
هغه وويل، چې د پوليسو په ليکو کې يې يوولس کاله دنده تر سره کړې او له تېرو ٧ کلونو راهيسې د ماينونو د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي، چې په دغه موده کې يې له شپږو زرو څخه ډېر ماينونه له منځه وړي دي.
نوموړي زياته کړه، دغه ماينونه يې ډېرى په هغو سيمو کې، چې ملکي وګړي په کې ژوند کوي، کشف او له منځه وړي دي.
د افغانمل په وينا، وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتيا نه لري، نو له دې امله تر ډېره په هغو سيمو کې چې ملکيان په کې ژوند کوي، ماينونه ځاى پر ځاى کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه بل افغان پوليس عبدالغفور افغان هم ويلي و، چې له شپږو زرو څخه يې ډېر ماينونه له منځه وړي او د بې ګناه کسانو ژوند يې ژغورلى دى.
يادو دوو پوليسو په داسې حال کې د ١٢زره ماينونو د له منځه وړلو ادعا کړې ده، چې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته ٨٠ سلنه مرګ ژوبله د ماينونو له امله اوړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن