خوست ( پژواک،٣٠ لړم ٩٣): د سلګونو تنو په ګډون د خوست ښار د پاکولو ٧ ورځنى کمپاين پيل شو او له دې وروسته به هره اونۍ د دې ښار د پاکوالي حشر پر لاره اچول کېږي.
د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د ښار د پاکولو په حشر کې سلګونو تنو د مدني ټولنو غړو، سوداګرو، د ښاروالۍ کارکوونکو، هټۍ والو او نورو خلکو برخه اخيستې ده.
هغه وويل، چې دغه حشر به تر يوې اونۍ دوام وکړي او له هغې وروسته به د هرې اونۍ په پای کې د ښار پاکولو لپاره حشر کيږي.
خپلواک په دې اړه زياته کړه:” موږ غواړو، چې خوست ښار په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د هېواد د نورو ښارونو په پرتله تر ټولو پاک ښار وګڼل شي.”
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی او په دې ولايت کې د “هېوادپال ځواک” مدني بنسټ يو تن مسوول همايون وايي، چې د خوست ښار پاکولو په برخه کې هر ډول مرستې تيار دى.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې ياد بنسټ د ښار پاکولو د کمپاين لپاره ځينې وسايل او وسايط لا د مخه پېرلي او که اړتيا شوه، د نورو امکاناتو په برابرولو کې به هم مرسته وکړي.
د خوست د ننني حشر يو تن ګډونوال محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپل احساس له مخې يې د ښار د پاکولو لپاره په حشر کې ګډون کړى.
هغه زياته کړه:” موږ له ټولو خلکو غوښتنه کوو، چې د ښار په پاکولو کې برخه واخلي او په دې توګه خپل مسووليت ترسره کړي.”
د خوست ښار يو هټۍ وال نذيرالله وايي، که ښاروالي په رښتيا سره غواړي، چې ښار پاک وساتل شي، نو د کمپاين سره هم مهاله دې د تنظيف د څانګې تشکيل زيات کړي.
خوست ښاروالي د ښار د تنظيف لپاره ۳۰ کسان لري، په داسې حال کې، چې د ښاروالۍ د چارواکيو په وينا کابو سلو نورو کسانو ته اړتيا لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن