کابل ( پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣): مشرانو جرګې د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې غړي او د کرکټ بورډ چارواکي په ستاينليکونو او مډالونو ونازول.
د نولس کلنو ملي لوبډلې په کوېټ کې د اسيا غوره ليګ سياليو په لړ کې خپلو سيالو لوبډلو ته په ډېر لوى توپير اوسترو ماتو ورکولو سره لومړى مقام خپل او د ١٩ کلنو نړيوال جام ته يې لار پيدا کړه.
دغه لوبډله د لړم په ٢٦مه هېواد ته راستنه شوه او نن د مشرانو جرګې د کرکټ بورډ چارواکو او د يادې لوبډلې غړيو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هيله وښوده،چې د هېواد د کرکټ نولس کلنه لوبډله د نړيوال جام اتلولي هم ترلاسه کړي .
هغه زياته کړه : “زموږ لوبغاړي د ډېر څه مستحق دي، خو مشرانو جرګې له خپلو امکاناتو سره هڅه وکړه،چې دغه لوبغاړي ونازوي . “
د کرکټ بورد مشر د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دې ستاينې له امله له مشرانو جرګې مننه وکړه او ويې ويل چې په دې اتلولۍ سره يادې لوبډلې وکولى شول، د څلورم ځل لپاره د ١٩ کلنو نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.
هغه زياته کړه،چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لږو امکاناتو سره په دې توانيږي،چې د نړۍ ډېرو لويو لوبډلو ته سختې ماتې ورکړي.
ده، د هېواد د الف لوبډلې له لوري د پاکستان د الف لوبډلې ته او د نولس کلنو لوبډلې له لوري د پاکستان د ١٩کلنو لوبډلې ته ماتې ورکول د دغو لاسته راوړڼو بېلګې يادې کړې.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د لړم په ٢٤مه د دولتي چارواکو په حضور کې په يوه دوستانه لوبه کې پاکستان ته د ٥٤ منډو، په توپير ماتې ورکړه .
دغه راز د لړم په نهمه د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د پاکستان د نولس کلنو ملي لوبډلې ته په يوه ورځنۍ سياليو کې ماتې ورکړه .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن