جلال اباد ( پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو د هويت په تذکرو کې د افغان کلمې نه شتون په کلکو ټکو وغانده او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه ځاى کړي.
ولسي جرګې د برېښنايي تذکرو قانون له يوه کال جنجالونو وروسته تصويب کړ او د ولسمشر له خوا تېره اونۍ په داسې حال کې توشيح شو، چې د افغان کلمه ترې ويستل شوې وه، دغه کار د يو شمېر خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
د ننګرهار پوهنتون شاوخوا زر تنو محصلينو د ليندۍ په ١٨مه، په دې اړه لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل- جلال اباد لويه لار تړلې وه .
دوى له ولسمشر ډاکټر اشرف غني څخه غوښتنه کوله چې د هويت په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه ځاى پر ځاى کړي او که چېرې دا کار ونه کړي ، نو دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.
د پوهنتون يوه محصل سميع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى به هېڅکله داسې تذکره تر لاسه نه کړي کومه چې د دوى د هويت ښکارندوي ونه کړي.
نوموړي زياته کړ ه: ((بې هويته تذکره موږ نه اخلو، په هېڅ صورت دغه کار نه منو او غندو يې هم .))
د ده په خبره ، چې مشران بايد دغه موضوع جدي تعقيب کړي او که چېرې د تذکرو وېش همداسې پيل شي، نو دوى به لاريونونو ته دوام ورکړي.
يوه بل لاريوون کوونکي خليل الله هم پژواک ته وويل ، ولسمشر که چېرې د دوى غوښتنې په پام کې ونه نيسي، نو دوى به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وينا، په برېښنايي تذکرو کې بايد د افغان کلمه ځاى شي او که چېرې دا کار ونه شو، نو له حکومت سره به پرېکون اعلان کړي.
يادو محصلينو د لاريون په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې له مخې يې له حکومت څخه په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې زياتول غوښتي دي.
ويل کېږي، چې ولسمشر اشرف غني نن د يو شمېر معترضينو له استازو سره کتلي ، خو چې په دې اړه څه پرېکړه شوې ، تر اوسه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP