مزارشريف ( پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٣ ) په بلخ ولايت کې مدني ټولنې وايي چې په تېرو١٣کلونو کې د حکومت له خوا د هېواد په هېڅ څنډه کې افغانستان شموله پروګرام چې د افغانانو تر منځ همغږي پياوړې کړي، پلی شوى نه دى.
د مدني ټولنو غړو دغه مطلب د ليندۍ په ٢٩مه، په مزار شريف ښار کې په هغه غونډه کې وکړې، چې د انسانانو د همغږۍ د نړيوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت جوړه شوې وه.
دغه ورځ نن د بلخ پوهنتون د محصلينو د همغږۍ مرکز له خوا د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا په ملاتړ، د يوې ناستې په ترسره کولو، چې د بلخ پوهنتون د محصلينو د سولې شورا د کمېټې له غړو سربېره په کې ګڼ شمېر مدني فعالانو برخه اخيستې وه، ونمانځل شوه.
د بلخ پوهنتون د محصلينو د همغږۍ مرکز مسوول سيدمحمد يزدان پرست د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ورځ يې د افغانانو د همغږۍ په موخه ونمانځله.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د حکومت له خوا د چارو د ملي ستراتيژۍ او کړنو د نشتوالي له امله په هېواد کې امن او ثبات لا هم په ټکني حالت کې دی.
د هغه په وينا، په ياده موده کې د حکومت له خوا د هېواد په هېڅ څنډه کې افغانستان شموله پروګرام پلی نه شو، چې د افغانانو تر منځ همغږي پياوړې کړي.
يزدان پرست وويل، چې د حکومت د ډېری چارواکو له خوا د تعصب له مخې کړنې تر سره کېدې، چې له ديارلس کلنې دورې وروسته يو ځل بيا افغانستان د جګړې په لومه کې ايسار هېواد بلل کېږي.
نوموړي همدارز په نوي حکومت هم نيوکه وکړه، چې په لومړيو ۸۴ ورځو کې د کابينې نه اعلان، خلک د حکومت پر راتلونکي بې باوره کړي دي.
د مدنې ټولنې فعال شمس الله پژواک ته وويل، چې وروستۍ لسيزې په هېواد کې د افغان تر منځ د حکومت د ناسالمو کړنو له امله تعصب رامنځ ته کړ.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه لسيزه کې د افغانانو تر منځ نژاد پرستي، قوم پرستي او د ژبې پر بنسټ بېلوالي وده وکړه.
د هغه په وينا، نوي حکومت ته بويه، چې د نورو کړنو تر څنګ د افغانانو تر منځ د همغږۍ راوستو په برخه کې هم جدي ګامونه واخلي.
د ښځو د حقوقو د برخې فعالې مېرمن ثاينا پژواک ته وويل، چې په هېواد کې د ولس تر منځ د نه همغږۍ يو ستر لامل د افغاني ټولنې نه درک کول دي.
نوموړې زياته کړه، چې په دغه برخه کې نه يواځې دولت، بلکې مدني ټولنې هم ګرمې دي، چې د خلکو تر منځ يې په غير شعوري توګه د ځينو کړنو په ترسره کولو همغږي له منځه وړې ده.
د هغې په وينا، که په نوره نړۍ کې د ډسمبر شلمه، د انسانانو تر منځ د همغږۍ د ورځې په نامه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې لا دې ته اړتيا ده، چې د افغانانوترمنځ د همغږۍ د ژوندي کولو لپاره بنسټيزې چارې تر سره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن