اسعد اباد ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣ ) : د کونړ د دانګام ولسوالۍ ټپيانو د درملنې په موخه له کابل څخه د جراحي متخصصينو يوه اوه کسيزه ډله دغه ولايت ته راغلې ده.
سلګونو وسله والو مخالفينو تېره اونۍ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې پر هغو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي چې د ځايي اوسېدونکو له خوا د خپلو سيمو د ساتنې لپاره جوړې شوې دي.
د دانګام د پاڅون کوونکو مشران وايي چې وسله والو مخالفينو تر اوسه ددوى لسګونه کورونه سوځولي او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو تر اوسه يې مرستې ته ځواکونه نه دي رسېدلي.
د ډاکټرانو د يادې ډلې مشر ډاکټر کبير عبدالله د ليندۍ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى کونړ ته په دې موخه راغلي، څو په دانګام ولسوالۍ کې د ټپي شويو هېوادوالو درملنه وکړي.
د کونړ د اسعداباد د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل چې د ډاکټر کبير په مشرۍ د عمومي او صدري جراحۍ اوه کسيزه ډله راغلې ده.
د هغه په وينا، دا ډاکټران په دې موخه راغلي چې ددانګام ولسوالۍ په عملياتو کې د ټپي شويو هېوادوالو درملنه وکړي .
ډاکټر سهاک زياتوي چې راغلي ډاکټران به ددوى د روغتون د عملياتو په خونو کې کار کوي او د دوی لپاره ټول اړين وسايل هم چمتو شوي دي.
دى وايي چې نن له دانګام ولسوالۍ څخه يو ټپي راوړل شوى، چې د همدې ډاکټرانو له خوا يې جراحي عمليات ترسره شول .
د هغه په وينا، که چېرې دغه ډاکټران نه واى راغلى، نو دوى اړ وو چې دا ټپي د جلال اباد روغتون ته ولېږي.
د راغلو ډاکټرانو د ډلې مشر کبير عبدالله وايي چې دوى داسلامي، انساني او مسلکي همدردۍ له مخې کونړ ته راغلي دي.
هغه زياته کړه : (( زموږ يواځينۍ موخه داده چې د دانګام په جګړه کې د خپلو ټپي هېوادوالو درملنه وکړو .))
دى وايي چې دوى هېڅ ډول سياسي موخه نه لري ، ډاکټران دوست او دښمن نه لري او يواځينى دښمن يې ناروغي ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن