هرات (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د هرات ښار دوولسمې او دیارلسمې ناحیو مربوطاتو کې د ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د هرات ښاروال ملا نعمتالله حسن د یاد سړک د کار د پرانیستې پر مهال وویل چې د جبریل تر پله پورې د مولوي ټانک سړک د شمال لین قیرولو او پلچکونو جوړولو پروژه د دوولسمې او دیارلسمې ناحیو کې د ۲۶۰۰ متر په اوږدوالي او ۱۰،۵ متره په سور پلې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، یاده پروژه چې لګښت یې څه باندې ۴۲ میلیونه افغانۍ کېږي او د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي، د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د مسلکي ټیم تر څارنې لاندې په اساسي ډول پلې کېږي.
د هرات ښاروال وویل چې یاده پروژه د هرات ښاروالۍ یوه له لویو پرمختیايي پروژو ده چې د چارو په بشپړېدو به یې د ترافیکي پېښو مخنیوي ترڅنګ ښاریانو ته د تګ راتګ برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
\ورته مهال، د هرات ښار د دوولسمې او دیارلسمې ناحیو اوسېدونکي د یادې پروژې د کار له پیلېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي چې د یاد سړک د کار په بشپړېدو به د ښار د پراختیا او پرمختیا ترڅنګ د ګڼې ګوڼې او ترافیکي پېښو مخنیوی هم وشي.
د هرات ښار د ټانک مولوي سیمې یوه اوسېدونکي پیرمحمد اریا پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې په ښار کې د نقلیه وسایطو له ورځ تر بلې ډېرېدو سره هممهاله پر یاد سړک ډېرې بېنظمۍ او ترافیکي پېښې شوې دي.
د هغه په وینا، د یاد سړک جوړېدل به نه یوازې دا چې ښار به ورسره ښکلی شي د ترافیکي پېښو کمېدو کې هم موثر تمام شي.
د مسوولینو په وینا، یاده پروژه به په دريېو کاري میاشتو کې د یوه خصوصي شرکت له لوري بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن