منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لښکرګاه کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۶ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په مختار سیمه کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې چې په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.

د لښکرګاه ښاروالي مسوولینو نن د دغه ښار شمال لور ته مختار سیمه کې د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل کړې.

د لښکرګاه ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار نن د یاد سړک د رغنیزو چارو د پیل مراسمو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه سړک د جوړېدو چارې پر درېیو برخو وېشل شوې چې لګښت یې د ښاروالي له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.

هغه وویل، نن یې د لومړۍ درې‌نیم کیلومتره برخې رغنیزې چارې پیل شوې چې ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي او په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د لښکرګاه ښاروالي روان کال په بېلابېلو برخو کې د ۸۶ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې پلې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه