اسعداباد (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٣): په کونړ ولايت کې د ماين په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د لېندۍ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېر ماښام د دغه ولايت د ناړۍ ولسوالۍ په ځنګل بوشه سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودنه د ملکي وګړو پر يوه سراچه موټر شوې چې له امله يې اوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دى وايي چې ټپيان نږدې روغتون ته لېږل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د والي وياند وويل چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
مصمم زياتوي چې تر چاودنې وروسته چې کله د سيمې اوسېدونکي د مړو او ټپيانو لېږدولو لپاره روان وو، نو له غرونو پرې ډزې وشوې، خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
د هغه په وينا، دغه چاودنه د وسله والو له خوا ترسره شوې، خو هغوى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ياده چاودنه کې په داسې حال کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې په روان زېږديز کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال په پرتله نږدې ٢٠ سلنه ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، په روان ٢٠١٤ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٣١٨٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٤٢٩ نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل راپور کې د دې مرګ ژوبلې ٧٥ سلنه مسووليت پر طالبانو، حقاني شبکې او نورو دولت ضد وسله والو ډلو ور اچوي، خو وسلوالو طالبانو دا راپور رد کړى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن