ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس اوسېدونکي د نامسووله وسله والو له شتون څخه شکايت لري

د بادغيس اوسېدونکي د نامسووله وسله والو له شتون څخه شکايت لري

author avatar
23 Dec 2014 - 19:16
د بادغيس اوسېدونکي د نامسووله وسله والو له شتون څخه شکايت لري
author avatar
23 Dec 2014 - 19:16

قلعه نو (پژواک ٢ ليندۍ ٩٣): د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د “ډاياګ” پروګرام بريالى نه بولي او د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه شکايت کوي.

د نامسوولو وسله والو ګروپونو د منحلولو پروګرام “ډاياګ” په ١٣٨٤ لمريز کال کې خپلې چارې پيل کړې او تر اوسه پورې يې له دې لارې د هېواد په کچه زرګونه ميله وسله راټوله کړې ده.

دغه پروګرام په بادغيس ولايت کې هم له ١٣٨٤ لمريز کال راهيسې په داسې حال کې پيل شوى، چې په دغه ولايت کې لا هم ډېر نامسوول وسله وال کسان شتون لري او د دوى تر منځ کله ناکله د دوى تر منځ جګړې د ملکيانو د وژنې او ټپي کېدو لامل ګرځي.

 د نامسوولو کسانو تر منځ د وسله والې نښتې يوه تازه پېښه د دغه ولايت په جوند ولسوالۍ کې د “اول” په نوم په يوه کلي کې د ليندۍ مياشتې په ٢٩ مه نېټه رامنځته شوې وه.

د سپيو جنګولو پر مهال له لفظي شخړې څخه وروسته د وسله والو تر منځ په دغه نښته کې پنځه کسان ووژل شول او د دوه مېرمنو په ګډون په کې لس نور کسان ټپيان شوي دي.

 د جوند ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي محمداصف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د ډاياګ کوم پروګرام نه دى پلى شوى او د يادې ولسوالۍ زيات شمېر اوسېدونکي وسلې لري او خلک ځوروي.

هغه زياته کړه، تېرکال هم د وسله والو کسانو تر منځ په نښته کې د يادې ولسوالۍ لس اوسېدونکي وژل شوي و.

د جوند ولسوالي د بادغيس ولايت مرکز په ١٦٠ مترۍ کې پرته  ده او د دغې ولسوالۍ ځمکنۍ لارې د امنيتي ځواکونو پر مخ تړلې او اوسمهال دولتي ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کېږي.

د بادغيس د ابکمري ولسوالۍ د “پده دايزنګي” کلي اوسېدونکي نورالله هم چې په پهلوان مشهور دى وويل، چې په دغه ولايت کې د ډاياګ پروګرام لکه څومره چې ترې تمه کېده، بريالى نه و؛ ځکه اوس هم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول لرې پرتو سيمو کې نامسووله وسله والې ډلې شتون لري.

نورالله زياته کړه: ” د ډاياګ پروګرام بريالى نه و او کوم  کسان چې له طالبانو څخه د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي، اصلي او نوې وسلې چې په کاريږي، له ځانونو سره نه راوړي يواځې خلکو او دولت ته دوکه ورکول دي او لکه څرنګه مې چې په خپلو سترګو ليدلي، دغه پروسه د رضايت وړ نه وه.”

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د نا مسووله وسله والو  شتون د قومونو تر منځ د تضاد لامل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٣ لمريز کال په ترڅ کې په دايزنګي کلي کې د قومي اختلافونو له امله شاوخوا ١٢ کسان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې خلک له دغه وضعيت څخه تر پوزې راغلي او دولت هم تر اوسه پورې له  نامسوولو کسانو څخه د وسلو په راټولولو کې نه دى بريالى شوى.

په دغه ولايت کې يو شمېر نامسووله وسله وال له خپلو وسلو څخه په ګټې د خلکو مالونه لوټي.

د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ د تاجکو د کلي اوسېدونکي ملا عبدالحکيم د ډاياګ پروګرام ناکامه بولي او وايي، چې يو شمېر کسان د امتيازاتو د تر لاسه کولو په موخه خپلې زړې او بې کاره وسلې دغه پروګرام ته سپاري.

هغه زياته کړه: ” که چېرې دغه پروسه په رښتيا هم بريالۍ وي، نو بيا تر اوسه پورې له نامسووله کسانو سره وسلې پاتې دي؟ خلک همدا اوس هم د نامسووله کسانو له وسلو چې د بې وزله کسانو د لوټنې لامل ګرځي، رنځيږي او د دغو بې وزله کسانو وس هم پر نه رسيږي.”

نوموړي دولت د غيرقانوني وسلو په راټلولو کې په ناتوانۍ تورن کړ او ويې ويل، چې د دغه ولايت په زياتو کليو کې خلکو وسلې پېرلې او له هغو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

هغه زياته کړه: ” اوسمهال په بادغيس کې که څوک وغواړي له خپل نوي موټرسايکل سره له کليو څخه د ښار مرکز ته سفر وکړي نو د لارې په اوږدو کې به د يادو وسله والو له لوري ولوټل شي او دغه کار په ټولو ولسواليو کې د نامسووله کسانو له لوري تر سره کېږي.”

ملاعبدالحکيم وويل: ” د روان کال په ترڅ کې له مقر څخه د قلعه نو لارې په اوږدو کې زموږ له ګاونډيانو او له هغه چا سره چې پېژنم له شلو زيات موټرسايکلونه د همدې کسانو او وسله والو له لوري ترې اخيستل شوې دي.”

هغه زياته کړه، چې له دغو شلو کسانو يې يو د هغه د ترور زوى دى چې زمرى نومېږي.

د دغه ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ د جوى ګنج کلي يوه اوسېدونکي عبدالمجيد د دې خبرې د څرګندولو تر څنګ چې له يوه کال راهيسې په دغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له ځاى پر ځاى کېدو سره د يادې ولسوالۍ امنيتي وضعيت ښه شوى؛ زياته کړه چې  نامسوول وسله وال اوسمهال هم په دغه ولسوالۍ کې شتون لري.

عبدالمجيد زياته کړه، چې د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د ډاياګ د پروګرام هيڅ درک نشته دى.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي حاجي محمدناصر نظري هم وويل، چې په کليو کې يو شمېر کسان وسلې لري، خو په ځينو سيمو کې له دغو وسلو څخه په ګټې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د له خپلو سيمو دفاع کوي.

نوموړي زياته کړه، چې هغه له نامسوولو کسانو سره د وسلې د شتون پلوى نه دى، خو په ځينو شرايطو کې اړينه ده چې خلک بايد وسلې ولري.

 بادغيس کې د ډاياګ پروګرام امر ډګروال حسام الدين وويل، چې دغه پروګرام د امنيتي ارګانونو په ځانګړي ډول ملي امنيت له لوري په دغه ولايت کې د لوېديځ زون ولايتونو په پرتله ښه پرمختګ کړى دى.

 ورته مهال نوموړي زياته کړه، چې اوس هم په دغه ولايت کې  نامسووله وسله وال شتون لري او هغه دغه موضوع له لوړپوړو او اړونده چارواکو سره شريکه کړې ده.

 هغه له نامسووله کسانو څخه د وسلو د راټولونې په اړه د ډاياګ پروګرام په هکله وويل: ” تاسو خو پوهېږئ چې په بادغيس کې د ډاياګ پروسه يو امر او يو موټر چلوونکى  لري او کوم پرسونل او بل څوک نه لري، څو داسې کوم امر صادر کړي چې دوى وسله وال کسان ونيسي او يا هم کلابنده کړي. په ولايت کې شته قطعې او جزوتامونه دغه کار کوي.”

 هغه زياته کړه: ” موږ پلانونه جوړو، د امنيه قوماندانۍ او په نورو ناستو کې به يې ياده کړو… خو بې تفاوتي موجوده ده، که دغه کار وشي، پلان جوړ شي؛ ډېره ښه خبر ده، موږ دغه خبرې له لوړپوړو چارواکو سره هم ډېرې يادې کړې چې دلته وسله وال کسان دي چې غيرقانوني وسلې لري او بايد له هغوى څخه دغه وسلې ټولې شي.”

 حسام الدين، چې د تېر کال په تلې مياشت کې د دغې برخې د امر په توګه ټاکل شوى وويل، چې د ياد پروګرام له پيل راهيسې په دغه ولايت کې د ټولو راټولو شويو وسلو شمېر له ځانه سره نه لري، خو له ١٣٩٢ کال څخه تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ٢٥٠ ميله بېلابېل  ډوله وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارل شوې دي.

 د بادغيس امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد قيوم انګار وويل، چې د دغه ولايت په ولسواليو او مرکز قلعه نو ښار کې کومې وسله والې ډلې شتون نه لري، خو د ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې د نامسووله وسله والو کسانو شتون مني.

د هغه په وينا، ځينې خلک د ولسواليو په لرې پرتو کليو کې د ځان ساتنې او يا هم د قومي دښمنيو له امله له ځانه سره وسلې ساتي.

 خو هغه د ډېرو معلوماتو له ورکولو پرته څرګنده کړه، چې اوسمهال له ټولو کسانو څخه د وسلو راټولول امکان نه لري.

 انګار د ډاياګ  پروګرام ستاينه وکړه او ويې ويل، هره اندازه او هر ډول وسلې چې له دې لارې راټولې شوې، د دولت او خلکو په ګټه دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.