لښکرګاه (پژواک، ۴ مرغومى ۹۳): چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې ٢٢ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي او پنځه نور پوليس ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو د سنګين ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى دى.
هغه وويل چې د لشکري سيمې پر پوستې په دغه بريد کې دوه پوليس او ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور پوليس ټپيان شوي دي.
د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل پر دې پوسته بريد نه دى شوى، بلکې د طالبانو يوه نفوذي تن د پوستې ٦ پوليس مسموم کړي او وروسته يې پر ډزو وژلي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، په سنګين کې يې يوه نفوذي تن د لشکري په پوسته کې شپږ پوليس وژلي او بريدګر ملګرى يې دوى ته ور رسېدلى دى.
بله خوا د هلمند پوليس وايي چې د سنګين ولسوالۍ په چوغک سيمه کې يې له وسله والو مخالفينو سره نښته کړې چې شپږ وسله وال په کې وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې د وسله والو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
دغه راز د هلمند د ګرشک ولسوالۍ پوليس وايي چې د عملياتو پر مهال يې لس وسله وال وژلي، د تلاشۍ پر مهال يې ۵۵ ميله وسلې او يو تورن تن نيولي دي.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل پژواک ته وويل چې د ګرشک ولسوالۍ د حوض خوشک او دښتي سيمو کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې تر اوسه ۱۰ طالبان وژل شوي، د يوه ۳۰۲ موټر د تلاشۍ پر مهال ۵۵ وسلې، سلګونه مرمۍ او يو تورن تن نيول شوي دي.
د دښتې سيمې اوسېدونکي امرالله پژواک ته وويل چې په کلي کې يې د امنيتي سرتېرو عمليات روان دي، خو دوى تر اوسه د جګړې او ډزو غږونه نه دي اورېدلي.
ده وويل چې پوليس په يوه نيمه سيمه کې کورونه پلټي او په لارو کې موټر تلاشي کوي.
وسله والو طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن