Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د کندهار سوداګر د لندې مېوې نوي مارکېټ ته له تلو سره مخالفت کوي”

کندهار (پژواک ٦  مرغومى ٩٣): د کندهار د لندې مېوې سوداګر وايي، په دې ولايت کې د لندې مېوې د يوه لوى او عصري مارکېټ جوړېدل يوه لويه او مهمه اړتيا وه، خو يو شمېر سوداګر د خپلو نامشروع ګټو په خاطر دې مارکېټ ته له تلو سره مخالفت لري.

د کندهار ښار د لندې مېوې په لسګونو سوداګر، نن د مرغومي په ٦مه په کندهار پرېس کلب کې راغونډ شوي وو او ويل يې چې نه يواځې سوداګرو، بلکې د کندهار ښار اوسېدونکو هم په دې ولايت کې د لندې مېوې د يوه لوى مارکېټ د جوړولو غوښتنه کوله، خو اوس چې مارکېټ جوړ شوى، نو ځينې سوداګر هلته له تلو سره مخالفت کوي.

د دغو سوداګرو په وينا، دغه کسان د خپل مخالفت په لړ کې کابل ته هم تللي او هلته يې له اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ليدلي، خو دوى وايي چې دغه کسان د ټولو سوداګرو استازيتوب نه شي کولاى.

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو د کمېټې مشر حاجي احمد شاه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لندې مېوې زوړ مارکېټ د کندهار د نوي ښار په سيمه کې په ١٣٤٨ لمريز کال کې جوړ شوى و.

هغه زياته کړه، دا چې دغه مارکېټ د هغه مهال له اړتياوو سره سم په اووه جريبه ځمکه کې د ٩٨ دوکانونو په لرلو جوړ شوى و، اوسمهال يې د سوداګرو او خلکو اړتياوې نه شواى پوره کولاى.

دى وايي، له تېرو ١٤ کلونو راهيسې هم سوداګرو او هم د سيمې اوسېدونکو د لندې مېوې د يوه لوى او مجهز مارکېټ د جوړېدو غوښتنه کوله، خو اوس چې خصوصي سکتور دغه اړتيا پوره کړې او په دې ولايت کې يې د هېواد په کچه يو لوى مارکېټ جوړ کړى، څو تنه د خپلو شخصي ګټو په خاطر هلته له تلو سره مخالفت لري.

د ده په خبره، د لندې مېوې نوى مارکېټ چې د کندهار ښار په ښوراندام سيمه کې جوړ شوى، د ګڼو نورو اسانتياوو تر څنګ په معياري بڼه جوړ شوي ٧٥٠ دوکانونه لري، چې په زرګونو نورو کسانو ته هم په کې د کار زمينه برابرېداى شي.

هغه زياتوي، زوړ مارکېټ د کندهار ښار په ډېره مهمه سيمه کې چې بهرني موسسات، منډيګک ماڼۍ، ولايتي شورا او نورې دولتي ادارې او د استوګنې کورونه ورڅېرمه وو، نو د مېوې د پېر او پلور لپاره مناسب ځاى نه و.

دى وايي، کله کله به د ځينو چارواکو د راتګ پر مهال سړکونه بندېدل او د هغوى مېوې به په موټرونو او ګودامونو کې ورستېدلې او د دې تر څنګ د سيمې اوسېدونکي له بدبويي په تکليف وو.

د لندې مېوې يو بل سوداګر حاجي عزيز احمد هم ورته څرګندونې کوي او وايي، د مېوې د نوي مارکېټ په جوړېدو خوښ دى، ځکه دا مارکېټ بهر ته د مېوو د لېږد معياري ادرس دى.

هغه زياته کړه، نوي مارکېټ ته له تلو سره هغه کسان مخالفت کوي، چې په زاړه مارکېټ يې کې له ښاروالۍ څخه يو شمېر دوکانونه له کاله په ١٤زره افغانۍ کرايه اخيستي وو او نورو ته يې له کاله په ٦سوه زره افغانۍ کرايه ورکړي وو.

د ده په خبره، دا چې د دغو خلکو غيرمشروع ګټې په خطر کې لوېدلې، نو ځکه نوي مارکېټ ته له تلو سره مخالفت کوي او په دې توګه يې ټولو سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.

خو هغه يادونه وکړه، چې دغه کسان د ټولو سوداګرو استازيتوب نه شي کولاى.

بل خوا، هغه سوداګر چې نوي مارکېټ ته له تلو سره مخالفت کوي، وايي چې نوى مارکېټ له ښاره ډېرې ليرې دى او د دوکانونو کرايې لوړې دي، ځکه خو هغه مارکېټ ته نه ځي.

د دغو سوداګرو له ډلې د عبدالغني په نوم يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د همدې ستونزې د هواري په موخه يو شمېر معترضو سوداګرو کابل ته سفر کړى او په دې اړه يې له اجرايوي رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

د هغه په وينا، اجرايوي رييس ډاډ ورکړى چې د سوداګرو دغه ستونزه به هواروي.

د کندهار ښاروالۍ مسوولين هم وايي، چې له ډېرې مودې راهيسې په پلان کې وه، چې په دې ولايت کې د لندې مېوې لوى مارکېټ جوړ شي، چې په پايله کې يوه سوداګر د کندهار ښار د ښوراندام په سيمه کې په خپله شخصي پانګونه د هېواد په کچه معياري مارکېټ جوړ کړى، چې هر راز اسانتياوې لري.

هغه زياته کړه، دا چې زوړ مارکېټ د کندهار ښار په منځ کې د استوګنې په سيمه کې وو، خلکو او چاپېريال ته يې ډېرې ستونزې پيدا کړې وې.

دى وايي، په زاړه مارکېټ کې چې خلکو ته په کومه بيه دوکانونه په کرايه ورکړل شوي وو، په نوي مارکېټ کې په هماغه بيه ورکول کېږي؛ په همدې بنسټ، د ځينو کسانو مخالفت بې ځايه دى.

په کندهار کې د هېواد په کچه د لندې مېوې تر ټولو لوى مارکېټ يوه مياشت وړاندې ګټې اخيستنې ته وړاندې شو، چې د مومند ګروپ له خوا د کندهار ښار ختيځ لورى د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره د ښوراندام په سيمه کې پر ٥٠ جريبه ځمکه د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

په دغه لوى مارکېټ کې له نړيوال معيار سره سم ٧٥٠ دوکانونه جوړ شوي، چې هر دوکان ٤ په ١٢ متره کې پراخوالى، يو پخلنځى، يو تشناب او د دوکان مخې ته ٦ متره پلې لاره (پياده رو) لري.

په مارکېټ کې دننه د سوداګرو او دوکاندارانو تر منځ د اړيکو ساتلو لپاره انټرنل ټېلېفون سيسټم او د سولر برېښنا اسانتيا هم برابره شوې ده او دغه راز د هرو شلو دوکانونو لپاره د ١٤زره لېټره په ظرفيت د اوبو يوه- يوه زېرمه، ١٥٠ نور تشنابونه، جومات، پاخه سړکونه، سړه خونه، د بسته بندۍ فابريکه، د مېوې او سبزيجاتو د ليلام لپاره په ٣ جريبه ځمکه کې د يوه لوى سايوان په لرلو پراخ ځاى او نور هم جوړ شوي دي.

پر يادو شوو ټولو اسانتياوو سربېره، د دغه لوى مارکېټ سره په خوا کې ښوونځى، ديني مدرسه، روغتيايي مرکز، بانکونه او پنځه پوړه لرونکي دوه لوى هوټلونه هم رغول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.