ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست او وزيرستان ديني عالمانو د افغانانو پر يووالي ټينګار وکړ

د خوست او وزيرستان ديني عالمانو د افغانانو پر يووالي ټينګار وکړ

author avatar
31 Dec 2014 - 16:13
د خوست او وزيرستان ديني عالمانو د افغانانو پر يووالي ټينګار وکړ
author avatar
31 Dec 2014 - 16:13

خوست (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): د خوست او شمالي وزيرستان ديني عالمانو په يوه غونډه کې په افغانستان او پاکستان کې د وروستيو ځانمرګو او نورو ترهګريزو بريدونو د غندلو تر څنګ ځانمرګي بريدونه هم ناروا وبلل.
په خوست کې د مرغومي په ١٠مه د مجاهدينو د يووالي اسلامي شورا له لوري په جوړه شوې غونډه کې پر ديني عالمانو سربېره لسګونو قومي مشرانو، سپين ږيرو او ځوانانو هم ګډون کړی و.
يو شمېر ديني عالمانو يادې غونډې ته په خبرو کې د پکتيکا ځانمرګی بريد، د کونړ پر دانګام او د پېښور پر پوځي ښوونځي وسله وال بريدونه چې سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، پر سختو ټکو وغندل.
د خوست يوه ديني عالم مولوي محمد سردارځدراڼ وويل: ((دا ډول بريدونو ته چې بې ګناه زده کوونکي، لوبغاړي، ښځې او ماشومان په کې وژل کېږي، اسلام او انسانيت هېڅ اجازه نه ورکوي.))
سردار ځدراڼ د سيمې استخباراتي کړۍ تورنې کړې چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو پښتنو قومونو تر منځ د ديني اختلافاتو پر بنسټ د لا زيات بېلتون رامنځته کولو هڅې کوي.
مولوي سردار د افغانستان او پاکستان پر حکومتونو غږ وکړ چې د کرښې دواړو غاړو د پرتو ولسونو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي او د دوی تر منځ د جرګو او مرکو د جوړولو لپاره زمينه برابره کړي.
د شمالي وزيرستان يوه ديني عالم مولوي خاندراز د افغانستان او پاکستان له ديني عالمانو وغوښتل چې د ځانمرګو او نورو ترهګريزو بريدونو د مخنيوي په برخه کې خپل غږ پورته کړي.
خاندراز پر ولسي خلکو او رسنيو نيوکه وکړه چې پر شمالي وزيرستان د پوځ په عملياتو کې د وزيرو پر زيانونو پټه خوله پاتې شول، خو چې د پوځيانو پر زامنو بريدونه وشول، ټولې نړۍ پر يوه غږ وغندل.
يو بل وزيرستاني ديني عالم مولوي عبدالخالق هم د سيمې هېوادونه تورن کړل چې د خپلو ګټو په خاطر يې په دې سيمه کې جګړه توده ساتلې ده.
هغه وويل: ((موږ پر ټولو پښتنو غږ کوو چې خپلمنځي مخالفتونه شا ته وغورځوئ، خپل دښمن وپېژنئ او د ستونزو د هواري لپاره سره يو موټی شئ.))
د وزيرستان يو بل اوسېدونکي ډاکټر حيات خان مسعود هم په خپلو خبرو کې پر پښتنو د يووالي غږ وکړ او زياته يې کړه چې که سره يو نه شي له اوسنيو ستونزو يې خلاصون ناشونی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.