ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګين د پېښې په غبرګون کې لاريون درېيمې ورځې ته وغځېد

د سنګين د پېښې په غبرګون کې لاريون درېيمې ورځې ته وغځېد

author avatar
3 Jan 2015 - 16:48
د سنګين د پېښې په غبرګون کې لاريون درېيمې ورځې ته وغځېد
author avatar
3 Jan 2015 - 16:48

لښګرګاه (پژواک،۱۳مرغومی۹۳) په هلمند کې دسنګين د پېښې په غبرګون کې د سلګونو تنو لاريون درېيمې ورځې ته وغځېد او لاريون کوونکي دولت د دې پېښې په څېړلو کې پاتې بولي .

د مرغومي په لسمه شپه د سنګين ولسوالۍ د ميان رودي د سيمې په يوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال، راکټونه ولګېدل ، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٢١ تنه  ووژل شول او تر ٥٠ زيات ژوبل شول.  په مړيو او ټپيانو کې ډېرى ښځې او ماشومان دي.

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي چې د دې پېښې په غبرګون کې يې په لښکرکاه کې لاريون پيل کړى وايي چې دغه راکټونه  د ملي اردو سرتېرو ويشتلي دي.

لاريون په داسې حال کې نن هم دوام درلود، چې تېره ورځ د هلمند چارواکو ويلي و چې د ملي اردو شپږ سرتېري يې  د سنګين د پېښې په تړاو نيولي او پلټنې ترې روانې دي.

يو تن لاريون کوونکي او دسنګين د ټولنيزې شورا مرستيال حاجي مراجان او څو تنو نورو لايون کوونکو د نورو په استازيتوب  نن د ولسي جرګې له پلاوي سره وکتل.

مراجان وويل: ” دولت په خپلو کې په شخصي او سياسي ګټو بوخت دی، فساد خپل اوج ته   رسېدلی، له ولس  سره په بېلابېلو سيموکې ظلم  روان دی.”

ده له پلاوي غوښتنه وکړه، چې غږ يې لوړو حکومتي چارواکو ته ورسوي،تر څو د سنګين پېښه وڅېړي او په دې ولسوالۍ کې د ناامنيو مخه ونيسي.

بل لاريون کوونکي او د سنګين د قربانيانو له کورنيو څخه يو تن حاجي عمرجان، د ولسي جرګې پلاوي ته وويل، چې هره ورځ يې په سيمه کې د جګړې د ښکېلو خواوو په بريدونو او ماين  چاودنوکې ملکي وګړي وژل کېږي.

هغه په سيمه کې له مېشتو امنيتي ځواکونو سر وټکاوه او ويې ويل چې خلک وهې او ټکوي، خو د هغه په وينا، هېڅوک نشته چې د يادې سيمې د خلکو د حال پوښتنه وکړي.

ده  وويل چې د سنګين خلک په سختو حالاتو کې  ژوند کوي، ځکه چې نه يې طالبان  خپل بولي او نه يې هم دولت ستونزې حل کوي.

هغه وايي، که د سنګين وروستۍ پېښه ونه څېړل شي او عاملينو ته يې سزا ورنه کړل شي، نو  دوی به  خپلو لاريونونو او احتجاجي غونډو ته دوام ورکړي او له دولت  سره به د پرېکون پرېکړه وکړي.

ده وويل:(( تر دې لويه غميزه چېرته ده چې تر شپېتو او اويا کسانو پورې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي، او بيايې هم مرکزي دولت پوښتنه نه کوي.))

دانجينر داوود فرهنګ په نوم د سنګين يو بل اوسېدونکي وويل، چې د هلمند خلکو په هېواد کې د سنګين د پېښې په څېر د پېښو غندنه کړې او په اړه يې خپل غږ پورته کړى، خو د نورو ولايتونو خلکو له دوى سره غمرازي نه ده کړې.

  په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د ياد پلاوي غړي عبدالجبار قهرمان له يادو خلکوسره ژمنه وکړه او ويې ويل چې د دوی ټولې غوښتنې به ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.

هغه وويل، چې په هلمند کې شته اداري فساد او نورو ناوړه کړنو حالت تر دې ځايه رارسولى چې لسګونه ملکي وګړي په کې  وژل کېږي او د سيمې خلک کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د هلمند د والي مرستال محمد جان رسول يار پژواک ته وويل، چې  د ملي اردو له هغو کسانو چې تېره ورځ د سنګين د پېښې په تړاو نيول شوي ، دوه تنه تورن پېژندل شوي دي.

دى وايي، چې له دې کسانو څخه يو يې بريدمل او بل يې سرتېرى دى چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.