واشنګټن (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣ ) : د امريکا متحدو ايالاتونو له افغانستان څخه د خپلو بشپړو سرتېرو د وېستلو په اړه په ا علان شوي مهالوېش کې د بدلون امکان رد کړ.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما څه موده مخکې اعلان وکړ چې د ٢٠١٤ زېږديز کال له پاى ته رسېدو سره سم په افغانستان کې د امريکا جګړه پاى ته ورسېده، خو تر دغه کال وروسته به شاوخوا يوولس زره امريکايي سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.
ولسمشر اوباما ويلي و، چې د ٢٠١٦ زېـږديز کال په پاى کې به له افغانستان څخه ټول امريکايي سرتېري ووځي او يواځې د ګوتو په شمېر څو تنه به پاتې وي چې د امريکا د سفارت امنيت خوندي کړي.
خو ولسمشر اشرف غني وړمه ورځ يوه امريکايي تلوېزيون سره په مرکه کې ويلي و چې د امريکا له خوا پر اعلان شوي مهالوېش دې له سره غور او بيا کتنه وشي.
بله خوا سپينې ماڼۍ په اعلان شوي مهالوېش کې د بدلون امکان رد او زياته کړې يې ده چې افغان امنيتي ځواکونه اوس له خپلې خاورې د دفاع مسووليت او صلاحيت لري.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنېسټ خبريالانو ته وويل چې ولسمشر بارک اوباما په دې اړه څرګندې خبرې کړي او د افغانستان په اړه د ولسمشر ستراتيژي روښانه ده.
بله خوا دامريکا د بهرنيو چارو او د دفاع وزارتونو هم د سپينې مانۍ د څرګندونو په ملاتړ په اعلان شوي مهالوېش کې د بدلون خبره رد کړې.
د دفاع وزارت ( پنټاګان) يوه وياند ډګروال سټيو وارن ويلي چې په اعلان شوي مهال وېش کې بدلون نه راځي، خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال کمپبل ځمکنيو حالاتو ته په کتو سره ولسمشر ته د سرتېرو په اړه مشوره ورکړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين سپاکي د ولسمشر غني د غوښتنې په ځواب کې ويلي چې امريکا له افغانستان سره د خپلو ټولو ځواکونو تر ويستلو وروسته هم دوامدارې همکارۍ ته ژمنه ده.
هغې زياته کړې : (( موږ له افغان حکومت او ناټو متحدينو سره له نږدې کار کوو، څو دا يقيني کړو، چې د افغانستان ملي ځواکونه د اړتيا وړ روزنه ترلاسه او وړتياوې يې زياتې شي.))
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP