ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” له افغانستانه دامريکايي سرتېرو د وتلو مهالوېش کې بدلون امکان نه لري“

” له افغانستانه دامريکايي سرتېرو د وتلو مهالوېش کې بدلون امکان نه لري“

author avatar
6 Jan 2015 - 12:40
” له افغانستانه دامريکايي سرتېرو د وتلو مهالوېش کې بدلون امکان نه لري“
author avatar
6 Jan 2015 - 12:40

واشنګټن (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣ ) : د امريکا متحدو ايالاتونو له افغانستان څخه د خپلو بشپړو سرتېرو د وېستلو په اړه په ا علان شوي مهالوېش کې د بدلون امکان رد کړ.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما څه موده مخکې اعلان وکړ چې د ٢٠١٤ زېږديز کال له پاى ته رسېدو سره سم په افغانستان کې د امريکا جګړه پاى ته ورسېده، خو تر دغه کال وروسته به شاوخوا يوولس زره امريکايي سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.

ولسمشر اوباما ويلي و، چې د ٢٠١٦ زېـږديز کال په پاى کې به له افغانستان څخه ټول امريکايي سرتېري وو‌ځي او يواځې د ګوتو په شمېر څو تنه به پاتې وي چې د امريکا د سفارت امنيت خوندي کړي.

خو ولسمشر اشرف غني وړمه ورځ يوه امريکايي تلوېزيون سره په مرکه کې ويلي و چې د امريکا له خوا پر اعلان شوي مهالوېش دې له سره غور او بيا کتنه وشي.

بله خوا سپينې ماڼۍ په اعلان شوي مهالوېش کې د بدلون امکان رد او زياته کړې يې ده چې افغان امنيتي ځواکونه اوس له  خپلې خاورې د دفاع مسووليت او صلاحيت لري.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنېسټ خبريالانو ته وويل چې ولسمشر بارک اوباما په دې اړه څرګندې خبرې کړي  او د افغانستان په اړه د ولسمشر ستراتيژي روښانه ده.

بله خوا دامريکا د بهرنيو چارو او د دفاع وزارتونو هم د سپينې مانۍ د څرګندونو په ملاتړ  په اعلان شوي مهالوېش کې د بدلون خبره رد کړې.

د دفاع وزارت ( پنټاګان) يوه وياند ډګروال سټيو وارن ويلي چې په اعلان  شوي مهال وېش کې بدلون نه راځي، خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال کمپبل ځمکنيو حالاتو ته په کتو سره ولسمشر ته د سرتېرو په اړه مشوره ورکړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين سپاکي د ولسمشر غني د غوښتنې په ځواب کې ويلي چې امريکا له افغانستان سره د خپلو ټولو ځواکونو تر ويستلو وروسته هم دوامدارې همکارۍ ته ژمنه ده.

هغې زياته کړې : (( موږ له افغان حکومت او ناټو متحدينو سره له نږدې کار کوو، څو دا يقيني کړو، چې د افغانستان ملي ځواکونه د اړتيا وړ روزنه ترلاسه او وړتياوې يې زياتې شي.))

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.