جلال اباد، لښکرګاه، کندهار ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : د بېلا بېلو ولايتونو خبريالانو د ننګرهار د سپين غر راډيو د خبريال وژل کېدل وغندل او له مسوولينو يې ددې پېښې د کره څېړنو غوښتنه وکړه.
ناپېژاندو وسله والو تېر ماخوستن د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځايي راډيو سپين غر خبريال عقيل محمد وقار چې د يوه واده په مراسمو کې يې ګډون کړى و، وژلى دى.
د ختيځې سيمې د ژورنالېستانو او فرهنګيانو ټولنې د مرغومي په ٢٧مه، تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار په پښتونستان څلور لاري کې ديوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې د خبريال وقار وژل په سختو ټکو کې وغندل.
ددې ټولنې له خوا په خپور شوي پيغام کې راغلي چې وقار ګټور او ژمن رسنيز فعاليتونه ترسره کول او د خلکو ستونزې يې رابرسېره کولې.
په پيغام کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې د بيان ازادۍ ته ژمن پاتې شي او د وقار قاتلين د قانون منګولو ته وسپاري.
د يادې ټولنې مشر استاد لعل پاچا ازمون احتجاجي غونډې ته وويل چې د جګړې ښکېلې خواوې بايد د ژورنالېزم مسلک ته درناوى ولري.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د يادې پېښې سمه څېړنه وکړي.
دغه راز د کندهار پرېس کلب له خوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د سپين غر راډيو د خبريال عقيل محمد وقار وژنه په سختو ټکو غندل شوې ده.
د کندهار پرېس کلب او خبريالان د ملي وحدت له حکومت څخه په کلکه غواړي چې د عقيل محمد وقار پېښه تعقيب کړي، تر څو عاملين يې پيدا او په سخته سزا ورسول شي.
سرچينې زياته کړې، افغان دولت بايد په عمل کې ثابته کړي چې دوی د بيان د ازادۍ لپاره خپلې هڅې نه سپموي.
دغه راز په هلمند ولايت کې د ازادو خبريالانو ټولنې هم د سپين غر راډيو د خبريال وژل کېدل په سختو ټکو غندلي دي.
ددوى له خوا په خپره شوې خبرپاڼـه کې راغلي چې د هلمند د ازادوخبريالانو ټولنه دا عمل نه يواځې په سختو ټکوغندي ، بلکې دا د بيان په ازادۍ د مافيايي کړيوله خوا يو نه بښونکی تېری بولي .
دغه ټولنه له دولت اوکشفي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د هغه د قتل عاملين ژر تر ژره ونيسي اود قانون منګولوته يې وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP