منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:06 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دین او کلتور

د بېلا بېلو ولايتونو ژورنالېستانو د سپين غر راډيو د خبريال وژل وغندل

· 2 دقیقې لوستل · 156 کتنې

جلال اباد، لښکرګاه، کندهار ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : د بېلا بېلو ولايتونو خبريالانو د ننګرهار د سپين غر راډيو د خبريال وژل کېدل وغندل او له مسوولينو يې ددې پېښې د کره څېړنو غوښتنه وکړه.

ناپېژاندو وسله والو تېر ماخوستن د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځايي راډيو سپين غر خبريال عقيل محمد وقار  چې د يوه واده په مراسمو کې يې ګډون کړى و، وژلى دى.

د ختيځې سيمې د ژورنالېستانو او فرهنګيانو ټولنې د مرغومي په ٢٧مه، تر غرمې وروسته  د جلال اباد ښار په پښتونستان څلور لاري کې ديوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې د خبريال وقار وژل په سختو ټکو کې وغندل.

ددې ټولنې له خوا په خپور شوي  پيغام کې راغلي چې وقار ګټور او ژمن رسنيز فعاليتونه ترسره کول  او د خلکو ستونزې يې رابرسېره کولې.

په پيغام کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې د بيان ازادۍ ته ژمن پاتې شي او د  وقار قاتلين د قانون منګولو ته وسپاري.

د يادې ټولنې مشر استاد لعل پاچا ازمون احتجاجي غونډې ته وويل چې د جګړې ښکېلې خواوې بايد د ژورنالېزم مسلک ته درناوى ولري.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د يادې پېښې سمه څېړنه وکړي.

دغه راز د کندهار پرېس کلب له خوا هم  په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د سپين غر راډيو د خبريال عقيل محمد وقار وژنه په سختو ټکو غندل شوې ده.

د کندهار پرېس کلب او خبريالان د ملي وحدت له حکومت څخه په کلکه غواړي چې د عقيل محمد وقار پېښه تعقيب کړي، تر څو عاملين يې پيدا او په سخته سزا ورسول شي.

سرچينې زياته کړې، افغان دولت بايد په عمل کې ثابته کړي چې دوی د بيان د ازادۍ لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

دغه راز په هلمند ولايت کې د ازادو خبريالانو ټولنې هم د سپين غر راډيو د خبريال وژل کېدل په سختو ټکو غندلي دي.

ددوى له خوا په خپره شوې خبرپاڼـه کې راغلي چې د هلمند د ازادوخبريالانو ټولنه دا عمل نه يواځې په سختو ټکوغندي ، بلکې دا د بيان په ازادۍ د مافيايي کړيوله خوا يو نه بښونکی تېری بولي .

دغه ټولنه له دولت اوکشفي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د هغه د قتل عاملين ژر تر ژره ونيسي اود قانون منګولوته يې وسپاري.

محفوظ الحق کاکړ