اسعد اباد (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): په نورستان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شپږ سرحدي پوليس وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه، نن تر غرمې وروسته د دغه ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې سرحدي پوليس له کونړ ولايت څخه په يوه پوځي موټر (هاموى) کې نورستان ولايت ته روان وو، چې د کامدېش د باغچې په سيمه کې پرې د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي او يو تن ټپي دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن