کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د ولسمشر دويم مرستيال د پارلماني ټاکنو په ترسره کېدو کې په داسې حال کې د يوه کال ځنډ خبر ورکړ چې د حکومت اجرايي رياست ټينګار کوي چې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو له راوستو پرته هېڅ ډول ټاکنې په هېواد کې نه شي ترسره کېدلاى.
د هېواد د اساسي قانون له مخې، د ولسي جرګې کاري دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو له اعلان وروسته پاى ته رسېږي او نوې شورا په کار پيل کوي چې پارلماني ټاکنې بايد له ٣٠ تر ٦٠ ورځو په موده کې د ولسي جرګې د کاري دورې تر پيل مخکې ترسره شي.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې خبر ورکړ چې پارلماني ټاکنې به په قانون کې له وړاندې شوې مودې يو کال وروسته ترسره شي.
نوموړي وويل چې ټاکنيز اصلاحات د حکومت له مهمو دندو، ملي او قانوني مسووليتونو څخه دي.
هغه زياته کړه: ((ټاکنيز اصلاحات بايد په کره او هر اړخيزه توګه عملي شي، له نېکه مرغه چې همدا اوس اړوند کمېسيون د ولسمشر په فرمان جوړ شوى او هيله لرم چې د ترسره کېدونکو اقداماتو له لارې په راتلونکي کال کې رڼې، عادلانه او له هر ډول سرغړونو پاکې پارلماني ټاکنې ولرو.))
د ولسمشر دويم مرستيال په پارلماني ټاکنو کې په داسې حال کې د يوه کال ځنډ خبر ورکړ چې تر دې وړاندې د حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله تل ټينګار کاوه چې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو له راوستو پرته هېڅ ډول ټاکنې په هېواد کې نه شي ترسره کېداى.
ويل کېږي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون په کار پيلولو کې ځنډ يو له هغو لاملونو دى چې پارلماني ټاکنې يې د يوه کال لپاره وځنډولې.
په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول د ولسمشر او اجرايي مشر تر منح د شوي سياسي هوکړه ليک يوه مهمه برخه ده چې د کمېسيون د جوړېدو په اړه له اندېښنو ډېرېدو وروسته ولسمشر اشرف غني د ياد کمېسيون د جوړېدو فرمان دوه ورځې مخکې صادر کړ.
دغه کمېسيون ١٥ غړي لري چې بنسټيزه موخه يې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستل، د ولسي نظام پياوړتيا، پر اصلاحاتو د خلکو باور، د قانون حاکميت ټينګول او له ټاکنيزو سرغړونو مخنيوى ښودل شوى دى.
د ولسمشر د فرمان له صادرېدو څه باندې لس ورځې تېرېږي، خو کمېسيون تر اوسه هم په رسمي توګه په کار پيل نه دى کړى او هېڅ کومه غونډه يې نه ده شوې.
د دغه کار لامل د ياد کمېسيون مشرۍ ته په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازې شکريې بارکزۍ ټاکنه ده.
د حکومت اجرائيه رياست وايي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د مشرې په توګه ورته د شکريې بارکزۍ ټاکنه د منلو وړ نه ده او بايد له سره کتنه پرې وشي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن