منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان پر اټومي مسئلې د ايران او نړيوالو قدرتونو د هوکړه ليک هرکلى وکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۸ کتنې

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٤): د افغانستان دولت وايي، د ايران او د ۵ + ۱ هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې د هواري لپاره د يوه چوکاټ د رامنځته کېدو په موخه د شوي هوکړه ليک هرکلی کوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، دغه توافق د افغانستان، سيمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه بولي او له هغه څخه ملاتړ کوي.

دوه ورځې وړاندې (د وري ١٣مه)، ايران له ٥ + ١ هېوادونو (امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين، روسيه او المان) سره د خپلې اټومي مناقشې د هواري لپاره د يوه چوکاټ د رامنځ ته کولو لپاره وروستۍ هوکړې ته رسېدلى دى.

د دې هوکړه ليک له مخې، د ايراني اټومي پروګرام محدودېږي او د دې قضيې په اړه پر دې هېواد نړيوال بنديزونه په تدريجي ډول لرې کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست