منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګي بريد کې څلور تنه ټپيان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۶ کتنې

دويم تعقيب - کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٤): د کابل امنيتي مسوولين وايي، د کابل ښار په پنځلسمه امنيتي حوزه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال فريد فضلي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو د پنځلسمې حوزې اړوند په ډيسپيجري سيمه کې شوې ده.

ده زياته کړه، يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل کرولا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د بهرنيو ځواکونو له موټر سره جنګولى، چې په پايله کې درې عام وګړي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ مشر سمونوال همايون عيني بيا پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې يو بهرنى پوځي هم ټپي شوى دى.

د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.

 د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې بريد کې يې د بهرنيو ځواکونو دوه ټانکونه ويجاړ کړي او په کې سپاره ټول کسان يې وژلي دي.

 بايد وويل شي، چې په بهرنيو ځواکونو دا دويم بريد و، چې نن ترسره شو؛ تردې وړاندې نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې هم د بهرنيو ځواکونو پر کتار د موټر بم چاودنه شوې، چې له امله يې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ١٤ تنه ټپيان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه